اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

د عطاالله جان پر شهادت

د عطاالله جان پر شهادت

انالله واناالیه راجعون

د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM دپښتونخوا د ډسپلین کمیټې کوارډینېټر ، د پښتون قامي جرګې د سوات ولسوالۍ مشر - لیکوال، ادېب، شاعر او ملتپال سیاستوال ایډوکیټ عطاءالله جان په 11.02.2026نېټه لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

شهید عطاالله جان دپښتنو د سولې، امن، ابادۍ او د پښتنو د قامي یووالي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د عطاءالله جان صېب شهادت د پښتون/افغان ملت لپاره لوېه تشه او ستر زيان دې.

مونږ د شهید قانونپوه عطاالله جان د کورنۍ​ او ملګرو سره پدې بې وخته او درون غم کښې ځان شریک ګڼو, ارواښاد ته د لوې څښتن له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوو.

اروا یې ښاده

——————

«شهید عطاءالله جان په شانګله کښې د دوه کورنیو د ماشومانو د شخړې د هواري پرمهال شه_ید شوی دی.

په دې پېښه کې اته کسه نور ټپیان شوي چې په ټپیانو کې د شهید عطاءالله جان وراره هم شامل دی.»

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←