اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

سندرغاړې نغمه

میرمن ښاپېرۍ نغمه

لیک: نصیر ستوری

میرمن ښاپېرۍ نغمه د هېواد له نوموتو ښځینه سندرغاړو څخه ده، چې نږدې څلور لسیزې یې د پښتني/افغاني کولتور د ټنګ ټکور غږ ژوندی ساتلی دی.

هغې د جګړو، جلاوطنۍ او ټولنیزو بندیزونو پر وړاندې خپل هنري رسالت نه دی پرېښی او د پښتو موسیقۍ په ډګر کښې د تلپاتې څېرې په توګه پېژندل کېږي.

میرمن نغمه په ۲۳ اپرېل ۱۹۵۴ کې په کندهار کې زیږېدلې ده. (د زېږېدو کره نېټه يې په سرچینو کې توپیر لري. په ځینو سرچېنو کښې د 1964 ع کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ښودل شوې ده.)

پلار یې سید سلیمان شاه او مور یې بي‌بي مشاله وه. هغه پنځه کلنه وه، چې پلار یې وفات شو.

د میرمن نغمې ټول وروڼه د پوځ په چوپړ ( خدمت) کې وژل شوي، یوه ۱۷ کلنه خور یې په کابل کې ووژل شوه او یوازې یوه خور یې ژوندۍ پاتې شوه.

شاوخوا د ۱۶ کلنۍ په عمرکښې میرمن نغمه له خپل تره (کاکا) سره کابل ته لاړه او د رابعه بلخي په لیسې کښې د زده کړو سره سره د نجونو په یوه هنري ډله کې د سندرغاړې په توګه فعالیت پیل کړ.

د ۱۹۷۸م کال د ثور د بدلون پر مهال، میرمن نغمه د افغانستان راډیو او تلویزیون کې ومنل شوه ، د “#نغمه” هنري نوم یې غوره کړ او د نوموتي سندرغاړي ښاغلي #منګل سره یې واده وکړ.

د ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۹۰ کلونو کې یې لسګونه مشهورې سندرې ثبت کړې، چې د پښتو فولکلوري، ولسي او پاپ موسیقۍ ته یې ځانګړی رنګ ورکړ.

میرمن ښاپېرۍ نغمه د افغانستان هوايي ځواک لپاره هم یوه مشهوره سندره «#لالیه_هوابازه» ویلې ده، چې پکې د پوځي چورلکې (هلیکوپتر) دننه ښکاري.

د کورنیو جګړو له امله، نغمه لومړی هند، بیا دوبۍ او وروسته پاکستان ته ولاړه او د افغان کډوالو ترمنځ یې شهرت لا پسې ډېر شو.

میرمن نغمه په ۲۰۰۰م کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړه او هلته د کالیفورنیا ایالت کښې مېشته شوه

میرمن نغمه له منګل استاد څخه په ۲۰۰۶م کال کې بېله شوه.

وروسته یې د م. محمد نبي محمدي له زوی سره واده وکړ، خو دا واده هم پای ته ورسېد.

نغمه څلور اولادونه انور، خیبر، لیما او مدینه لري

د «#نغمې_بنسټ» په نوم خیریه اداره یې جوړه کړې، چې د افغان ښځو، ماشومانو او بې‌وزلو کورنیو سره مالي او ټولنیزه مرسته کوي.

نغمه د ښځو د زده‌کړې، ازادۍ او انساني حقونو ملاتړ کړی او څو ځله یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

که څه هم نغمه د پښتون ژغورنې غورځنګ رسمي غړیتوب نه لري، خو د ۲۰۲۴م کال په جولای کې یې د #PTM فعال مخکښ شاعر ګیلامان وزیر د شها د ت وروسته د هغه کورنۍ سره مرسته کړې.

نغمه یوازې یوه سندرغاړې نه ده، بلکې د پښتون/افغان ولس د صبر، درد او هیلو ژوندۍ نښه ده.

هغې د جګړو، بندیزونو او جلاوطنۍ پر وړاندې د ټنګ ټکور له لارې مقاومت کړی او د پښتني/ افغاني کولتور یو مهم فصل بلل کېږي.

دمیرمن نغمې غږ لا هم د هېوادوالو په زړونو کې ژوندی دی او راتلونکو نسلونو ته به د الهام سرچینه وي.

(نصیر ستوری )

اخستونځی : نیویارک ټایمز، امریکا غږ

https://www.nytimes.com/2025/10/18/world/asia/afghanistan-naghma-singer-profile.html

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←