اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

زما د پلار شلم تلین

زما د پلار شلم تلین په یاد

د رحمان بابا او د خوشال خان د لېسو زده کوونکي , چې د 1960 کال نه وروسته دلوړو زده کړو لپاره جرمني ته راغلې وو، یو شمیر یې د خدایي خدمتګارو د غورځنګ پلویان وو او د وېښ زلمیانو د غورځنګ تر اغیز لاندې هم وو.

پروفیسر انور ظفري وائې چې زه او کبیر ستوری په ۱۹۶۳ ع کال د اریانا په الوتکه کې ماځیګر بیروت ته ورسیدو. د بیروت په الکزار هوټل کښې مو شپه شوه، نو کبیر راته ویل چې انور خانه ! دا ډیر ښکلی وطن دی، عربانو خو ډیر کار کړی دی او مونږ خو هیڅ شی نه دي کړي. مونږ باید دخپل وېشل شوي پښتون قام او هېواد لپاره خامخا کار وکړو.*

دوۍ په 1965 ع کال کښې په فرانکفورت کښې د افغاني پوهېدونکو/ زده کوونکو ( محصلینو ) ټولنه جوړه کړه, چې بیا دغه ټولنه يې په 1972 م کال دجنورۍ دمیاشتې په پر 4 مه نېټه د افغاني محصلینو پر عمومي اتحادې واړوله او د جرمني د نورو ښارونو د محصلینو ټولنې پکې یوځای شوې. دې اتحادیې د “سپرغۍ” په نوم خپرونه هم لرله

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر تارېخپوه علي خان محسود وایي, چې په کال 1976 د مۍ. د میاشتي په لومړۍ نیټه مې د ډاکتر شاه جهان په ملتېا د رحیم ځدران، قدوس تندر، رحمت ربي زیرکیار، نظام الدین , انور ظفري او کبیر جان لعل سره په فرانکفورت کې ولیدل «کبیر جان وروسته د لعل نه ستوری شو، لعل محمد خان یوسفزی ئي د والد صیب نوم ؤ».

په هغه وخت کې په لودیځ المان کې یوازي افغاني پوهیدونکي(محصلین) ؤ او نورڅوک نه ؤ.

ښاغلی محسود وایي: دا افغاني پوهیدونکي (محصلین) پر څلورو ډلو ویشل شوي ؤ، د نورمحمد تره کي صیب ډله، د پرچمیانو ډله، دافغان ملت ډله او د ماویستانو ډله, چې ماویستان تقریبأ په سلو کې 95 پارسي ژبي ؤ.

د تره کي صیب په ډله یانې “خلق” کې تقریبأ ټول پښتانه ؤ

د پرچمیانو په ډله کې په سلو کې د 15 نه تر 20 پوري پښتانه او تقریبآ په سلو کې 30 هغه نسلي پښتانه و، چې کولتوري او ژبني پارسیوانان شوي ؤ.

په پرچم کې زیاتره د غوړو کورنیو هلکان او جنکۍ وې.

د افغان ملت ګوند هلکان لږ ؤ او په خپلو کې سره وران ؤ، د پښتو متل دی چې وائي «د کونډې دوه غوایان و، یو غوجل ته ننوتو نه او هغه بل وتو نه» او ډاکتر کبیر خان ستوری سوچه او نیغ پښتون ؤ.

کله چې د کوزي پښتونخوا پښتانه ډیریدل (سیواکیدل) نو په همغه اندازه دکبیر جان تله درنېدله.

په سیاسي لحاظ د کوزي خوا پښتانه د برې خوا پښتنو څخه ډیر مخکې ؤ، ځکه د برې خوا پښتنو محصلینو تیوري ګاني لوستې وې، د اکتوبر انقلاب،لینن، طبقه او فیوډال نه به اخوا دیخوا کیدل نه او د کوزي خوا پښتنو عملي (پرکټیکل) او ټاکټیکي سیاست کړي او په سیاسي بحث کې پر دوئ برلاسې ؤ.*

د ګوند د بهرنیو اړیکو او د فرانکفورت د څانګې مشر اقبال لالا وایي, چې مونږ به هم د افغاني محصلینو د ټولنې په غونډو کښې برخه اخسته او بیا داسې سوچ پیدا شو, چې د پښتنو ټولنه جوړه شي.

په 1976 ع کال د جون د میاشتې په 6مه نېټه د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې بنسټ کېښودل شو, چې د پښتنو سربیره د ملتپاله بلوڅو استازي هم پکې غړېتوب لره او د " ولس غږ" او " وږمه" په نامه خپرونې یې هم لرلې .

اقبال لالا وایي : د پښتنو او بلوڅو ټولنه ښه پر مخ روانه وه, خو کله چې په افغانستان کښې انقلاب وشو, نو چپیانو غوښتل , چې ټولنه د خلک (خلق) ګوند پورې وتړي, نو بیا دلته اختلاف راغی او یو شمیر کیڼ اړخي ( چپیان) کابل ته لاړل او هلته په دندو وګومارل شول. *

د ګوند د مشرانو جرګې غړی ښاغلی جلیل خان وایي, چې د پښتنو اوبلوڅو د ټولنې ډېره غټه غونډه رابلل شوې وه, بې شمیره ملګري پکې حاضر وو, چې د ګوند د جوړیدو وړاندېز وشو.

یو څو ملګرو په خپلو دلیلونو سره د ګوند د جوړولو مخالفت وکړ, خو ماما (کبیر ستوري) ، علي خان محسود او لیاقت وطنپال د ګوند جوړیدو باندې کلک ولاړ وو او د 1981کال د فبرورۍ د میاشتی په 27مه نیټه په یوه بنسټیزه غونډه کې د ګوند جوړیدل رسماٌ‌‌ اعلان شول, د پښتونخوا (لوې افغانستان) پښتانه په یوه ټغر راټول شول او په ګوند کې د پښتنو یووالی په عمل کې پلي شو.*

اقبال لالا وایي , چې کبیر ستوری د ګوند د مشر په توګه، قدوس تندر, علي خان محسود او لیاقت وطنپال د ګوند مرستیالان او بیا انجنیر ظفر یوسفزی د ګوند جنرل سیکرټري او یوه د مشرانو مشورتي جرګه وټاکل شوه.*

د مشرانو جرګې غړی ښاغلی غلام رسول همت وایي چې تعلیم یافته پښتانه به راتلل او د ګوند غړیتوب به یې ترلاسه کاوه

ارواښاد محمد افضل خان لالا وایي: دا ګوند په لر او بر کې یوازینی ګوند دی، چې د ټولو پښتنو د یووالي او وحدت خبره په ډاګه او څرګنده کوي.*

د مشرانو جرګې غړی ښاغلی اسدالله شیر وایي ، چې د ګوند په جوړیدو سره په اروپا کښې د لر او بر پښتنو د مبارزې قوي بنسټ کېښودل شو *

د ګوند لومړی مرستیال محمد شیرین ګردیوال وایي، چې ګوند یوه عامله جرګه د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري, اراوښاد ډاکترشیرافضل ګردیوال, تارېخپوه علي خان محسود , محمد شیرین ګردېوال او اېډوکېټ هدایت بنګش په سروالۍ لرله, چې د ګوندي چارو د پریکړو ارزونه ددوۍ ذمه واري وه.*

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ګډو ټکو او موخو پر بنسټ د عوامي نیشنل ګوند , پښتونخوا قومي ګوند, افغان ملت ګوند ( محمد امین واکمن صیب ), افغان ملت ګوند (شمس الهدا شمس صیب) پښتونخوا ملي عوامي ګوند , وطن قومي ګوند, مزدرو کسان ګوند سره نژدې اړیکي لري.

دغه راز د خلق ډیموکراتیک ګوند , د پرچم ګوند, د مساوات ګوند, د وطن ګوند, د افغانستان د ملي یووالي ګوند, د سردار محمد داؤد خان ملي غورځنګ کښې پښتو, پښتونولۍ , ملي یووالي , ملي هویت او ملي ارزښتونو ته ژمنو مشرانو او د شعله جاوید ګوند محمد هاشم زماني سره هم نژدې اړېکې لري او ددغه ګوندونو یو شمیر مشران په اروپا کښې د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند (#PSDP)غړي هم شول

لدې سربیره نورو ملتپاله ټولنو, خوځښتونو ، سړېتوبونو (شخصیتونو) او سیاستوالو سره هم د پښتنو ټولنیز ګوند مشران ښې اړیکې او راشه درشه لري.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په اروپا او ځانګړي توګه په جرمني کښې د سیاسي او کولتوري هلو ځلو مرکز دی, چې په بهر او په ځانګړې ډول جرمني کښې ډېرې ټولنې او خوځښتونه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لاسته راوړنه, ثمره او محصول دی

داچې د ۱۹۷۸ع کال د غوائې (ثور) بدلون د محمد داؤد خان جمهوری دولت ړنګ کړ، د خلک ډیموکراتیک جمهوریت د نورمحمد تره کي صیب په سرواله رامنځ ته شو او څه دبره یوکال پس روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او د ببرک کارمل په مشرۍ ئې افغانستان اشغال کړ، نو پلار مې دخپلو زده کړو د بشپړولو وروسته په جرمني کښې پاتې شو او د خپلو ملګرو سره یوځای يې په بې وطنۍ کښې د قامي سېاست د چتر لاندې د اشغال په مقابل کښې هم خپلې هلې ځلې پیل کړې .

مونږ هم د ۱۹۸۲ کال په اخر کښې پېښور ته کډوال شولو. د پېښور دګلبهار سره نژدې په شاهډنډ اخون اباد کښې اوسېدلو، زما پلار په ۱۹۸۲ کال د ډسمبر ۳۰مه نېټه زمونږ د لیدلو لپاره پېښور ته راغی. کله چې پېښور ته راورسید، نو ډلې، ډلې هېوادوال ،خپلوان، قامپرست مشران، ځوانان ، ملګري او سېاستوال به یې ستړي مشي ،هرکلي او لیدنې لپاره راتلل.

پلار مې د لیډي ريډنګ روغتون بولټن بلاک کښې د باچاخان بابا سره چې د درملنې لاندې وو، دوه درې وارې لیدنه وکړه. د خان عبدالولي خان، محمدافضل خان لالا، لطېف لالا ، حاجي غلام احمد بلور او نورو ګڼشمیر ملتپالو مشرانو د لیدلو وروسته د ۱۹۸۳ ع کال جنورۍ په ۱۶ مه نېټه سهار د پرفیسر نظیر او نورو ملګرو سره کاکا صیب او بېا له هغه ځای نه تربېله ډېم ته تللي وو.

په همدغه ورځ دوه وارې څو کسان زمونږ کور ته د برېښنا د میټر د کتلو په پلمه راغلل . زمونږ د کور مخې ته یې هم یو څو کسان د لاس ګاړو، دمیوو او ترکاریو د خرڅولو په پلمه ګومارلي وو. چې بېا مونږ ته وروسته مالومه شوه، چې دا د پاکستان د ضیاالحق د مارشل لا نظام ځري (جاسوسان) وو.

پلار مې د ماښام اوه بجو شاوخوا له تربیله ډېم نه راستون شو، پدغه ورځ هم ډېر خپلوان او ملګري راغلي وو او بیرته تللي وو، ویل یې چې سبا به بېا راشو.

د ماښام ډوډۍ له خوړلو وروسته شاوخوا اته بجې ناڅاپه د ګلبهار د پولېسو د څوکۍ مشر(ایس ایچ او عین الدین خان )، ګڼشمیر پولیس ،دوه ښځېنه پولېسانې او یومجسټرېت کورته راننوتل.

پولیسانو زمونږ د کور شاوخوا ټوله کلابند کړې وه، په لسګونو پولیس يې په لارو او د ګاونډیانو د کورونو په بلۍ ګانو هم د څارنې په پار ځای پر ځای کړي وو.

زمونږ کورته راننوتلو سره سم یو کس چې د پولیسانو سره وو، زما پلار ولید تاڼه دار ته یې وویل، چې همدا کبیر ستوری دی.

تاڼه دار عین الدین مې پلار ته وویل تاسې به مونږ سره پولېس سټېشن ته لاړ شئ . خپل بکس او ټول شېان، چې ستاسې دي راوښیوه. پلار مې ورته وویل، چې تاسې سره زما د نیولوکوم امر (ورانټ)شته؟ . تاڼه دار وویل، هو ! مونږ سره دا مجسټریټ صیب هم پخپله راغلی دي.

بېا مې پلار ورته وویل، چې دا بکس زما دی، پاسپورټ ، ټکټ ، د یاداښتونه د تلېفون نمبرونو او دملګرو د پتو (ادرسونو) کتابچه ، د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند بنسټېزې (منشورونه) ، پښتون رساله، سپرغۍ ، ولس غږ ، وږمه او پیر روښان مجلې او یوه د ویډیو کیمره چې مې پلار ځان سره راوړې وه واخستل.

ښځېنه پولېسو تاڼه دار ته وویل، چې نورې کوټې ولټوو (تالاشي کړو)؟ ، پلار مې ورته وویل دا کوم شېان چې تاسې واخستل همدا زما دي، زه نور څه نلرم. تاڼه دار ښځېنه پولېسو ته وویل د نورې د تالاشۍ اړتېا نه شته.

زما پلار يې ځان سره روان کړ، پدغه وخت کښې ورته زولنې (هاتکړۍ) نه وې اچولې، کله چې مونږ هم د کوره راووتو، نو ترلسو موټرو (ګاړو) پورې بولېسان راغلي وو، مونږ ترې تپوس وکړ، چې تاسې يې چیرته بېایی، تاڼه دار وویل، چې ګلبهار تاڼې ته.

مونږ هم ګلبهار تاڼې ته ورغلو، تاڼېدار وویل ، چې له تاڼې نه پوځیانو بیولی دی او مونږ ته یې نوره پته نه شته .

بله ورځ په اردو او انګرېزي اخبارونو کښې خبرونه راغلل، چې د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ مشر کبیر ستوری په پټه (خوفیه ) پاکستان ته راغلی وو، ونیول ( ګرفتار) شو. حال داچې پلار مې په فرانکفورت کښې د پاکستان سفارت څخه وېزه اخستې وه او په پاسپورت او ویزه راغلی وو.

لومړې یې پرې (۱۶ اېم پي او - ۱۸ اېم ایل ار) دفعه او بېا یې پرې ( ۳ اېم پي او ) نورې ګڼې دفعې هم ولګولې.

تر شپږ ورځو پورې زما کاکا څارنوال محمد نعیم خان ، خپلوان او ملګري ورپسې سرګردانه ګرځیدو، شپږ ورځې پس یو پولیس بې له دریشۍ (یونیفورم/وردۍ) زمونږ کورته راغی او زما دپلار یو لیک یې مونږ ته راکړ، پلار مې لېکلي وو، چې زه په بالاحصار کښې پوځېانو سره بندي ېم. دې پولیس په پولیس لین کښې دنده لرله.

زما پلار د پولیس لین چارواکو روغتون ته راوستلی وو،خو دغه پولیس یې مونږ ته د ناروغتېا څه ونه ویل او نه زما پلار پدغه لیک کښې دناروغتېا څه ېادونه کړې وه.

پلار ته مې د ېو کرنل چې نوم یې رانه هیر دي ، کیپټن ظهیر، میجر طلعت خورشید او صوبدار صاحب خان شپې او ورځې شکنجه ورکوله چې په دوۍ کښې کپټن ظهیر تر ټولو ظالم وو، چې د خپلو وحشیانه کړنو څخه به یې خوند اخسته.

دوۍ به ورته ویلې، چې تاسې دپښتونستان دجوړولو لپاره افغان کډوال او نور ځایي خلک راوپاروئ، د ملتپالو مشرانو سره لېدنې کتنې (ملاقاتونه) کوئ، د باچاخان لیدلو ته ورغلی یې او پاکېستان ماتول (ټوټه)کول غواړې. ډېورنډ لاین نه منې مونږ ستاسې “انتي سټیټ” هلې ځلې په جرمني کښې هم څارلې.

دومره یې شکنجه (وهلی ) او بې خوبه کړی وو، چې بې هوشه شوی وو، جرنیلي هسپتال (لیډي ریډنګ روغتون) ته یې راوستلی وو، د روغتون نه یې بیرته بالاحصار ته بیولی وو، بیا یې شوګیر ورکړی او شکنجه کړی وو، چې یوځل بېا بې هوشه شوی وو، چې بېا یې شیرپاو روغتون ته بېولی وو او بیا د ۲۶ جنورۍ نه تر ۳۰ م جنورۍ پورې په روغتون کې د درملنې لاندې و،په دویمه فرورۍ يې پېښور مرکزي جیل (پشاور سنټرل جیل) ته راوستلی وو، روغتېایې حالت يې ښه نه و، نو بېا يې د جیل په روغتون کښې درملنې لپاره داخل کړی وو.

له سنټرل جیل نه یې بیرته له بالاحصار ته او له هغه ځای نه یې هرېپور او ملتان جېلونو ته لېږلی وو.

په لومړیو میاشتو کښې به یې پوځي عدالت (ملټري کورټ) ته وړاندې کاوه. مونږ چې به یې پوښتنه کوله، نو دغه ظالمانو به مالومات نه راکول او منکر به وو، ویل به یې مونږ خبر نه یو

امنیسټي انټرنیشنل، د المان غږ راډیو، ګوندي ملګرو او ژورنالستانو د پاکېستان د چېف مارشل لا اېډمنسټرېټر جنرال ضیاالحق ، پښتونخوا ګورنرجنرال فضل حق او د کورنیو چارو وزیر محمود ای هارون ته لیکونه ولیږل دغه راز دویچه ویلې المان غږ راډیو مشر ( پېټر والډ) د جرمني سېاستوالو د باندینیو چارو وزارت د پاکېستان مارشلا حکومت څخه د کبیر ستوري د راخلاصیدلو لپاره غوښتنه وکړه.

د جرمني هونوریبل کونسل ښاغلي بریژنسکي د پښتونخوا ګورنر جنرل فضل حق نه د کبیر ستوري په ضمانت د خلاصون امر واخست، خو پوځېانو یې خلاصول وځنډول.

د چارسدې د پړانګو خان ارشد خان ( خان جي) زما د پلار ملګری وو، نو د خان جي مشر ورور نوموتي وکیل بیرسټر اېن لا وصال محمد خان یې وکالت پغاړه واخست له اړوندو چارواکو یې “ایف ایې ار “ راوغوښت.

د خلاصیدو او دضمانت لپاره یې پوځي عدالت ( ملټري کورټ) ته غوښتنلیک (درخواست) ورکړ، چې ونه منل شو.

بیا بیرسټر وصال محمدخان د پېښور سېشن جج نه په ضمانت د خلاصیدو لپاره کاغذونه داخل کړل، د ضمانت د منظورۍ په ورځ دوه پوځېان سیشن جج ( قاضي) ته راغلل او د ضمانت مخه یې ونېوله، خو داچې وصال محمد خان د سېشن جج سره پېژندګلوي لرله، نو د پېښور جیل ته د رابدلیدو او په جیل کښې د «بي کلاس» غوښتنه یې ومنله او زما پلار یې پېښور بندې خونې (سنټرل جیل) ته راولېږه او په جیل کښې يې ورته “بي کلاس”، چې سیاسي بندېانو ته ورکول کېږي ورکړ.

کله چې د پېښور جیل ته راغی، نو د لسو نه نیولې تر پینځلسو ورځو دننه دننه به يې کچرو عدالت ته وړاندې کاوه.

د کچرو قاضي (مجسټریټ/ جج) یې د کېس پرېکړه نه شوه کولی، ځکه چې د پرېکړې واک یې د پوځېانو /پوځي عدالت (ملټري کورټ) سره وو.

د کچرو عدالت به ېواز ې په جیل کښې د پاتې کیدو موده دلسو نه تر پینځلسو ورځو پورې غزوله او بیرته به يې جیل ته لېږلو، داچې زما پلار باندې د لېدنې کتنې (ملاقات) بندېز وو، نو په همدې وخت کښې به مونږ ، نورو خپلوانو او ملګرو ورسره ملاقات کاوه او د کچریو د باندې به ورسره ښه ډېر وخت ناست وو.

کله کله به ورسره ترلسو، پېځلسو کسانو پورې پولېسان راتلل او کله کله به ورسره پېنځه شپږ کسان وو، چې کله به ورسره کوم ملتپال پولیس افسر ملګری وو، نو تر ډېر وخت پورې به ورسره ناست وو، ځینو پولیسانو ته به مو چای پاني (روپۍ) هم ورکولې.

داچي زما د پلار سره په ملاقات کولو بندېز وو، نو مونږ به په جیل کښې د بل ملګري نوم لیکلو، چې کله به یې ددغه ملګري نوم واخست، نو مونږ به ورغلو د پلار لپاره به مو چې د اړتېا توکي، کتابونو او جامې راوړې وې ورکړل .

د پلار به مې چې نور څه پکار وو، نو په لیک کښې به لیکلي وو او دغه کس به یې مونږ ته لیک راکړ.

په ۱۹۸۴ په پسرلي کښې د المان د سوداګرۍ اواقتصاد وزېر (د ایف ډې پې ګوند پورې یې تړاو لره ) پاکېستان ته راغلی وو. هغه د جنرال ضېاالحق سره کتلي وو، زما د پلار د خلاصولو یې ورته ویلی وو، جنرال ضېاالحق د ۱۹۸۴ کال اپریل پر څلورمه نېټه د پاکېستان څخه زما د پلار د وتلو (ډیپورټ) امر کړی وو، پوځېانو سپېشل برانچ ته دنده سپارلې وه، چې کبیر ستوری بیرته جرمني ته ولېږئ

په اووم اپریل زه پېښور سنټرل جیل ته تللی وم او پلار ته مې د اړتېا وړ توکي وروړي وو او دپلار د جیل د یو ملګري ملاقاتي نوم مې لیکلی وو، کله چې زما نمبر راورسيد د پلار د ملګري ته مې توکي ورکړل، خو هغې ماته زما د پلار دخلاصون څه ونه ویل، ځکه، چې هغه خبر نه وو او فکر یې کاوه، چې څه بل ځای ته به د څه پوښتنو ګرېګنو او ېا بل څه کار لپاره بیولی وي.

په سپېشل برانچ کې د قاضي صلاح الدین خان ماما (ايس ايس پي شمس الدین خان) ته زما د پلار د لېږلو دنده سپارل شوې وه، نو شمس الدین خان ماما ېوازې یو پولېس افسر ( انسپکټر) زما د پلار سره مل کړی وو.

زما پلار کور ته راغي، تر ماښامه همدلته وو، دا چې د شپې لپاره يې کور کښې دپاتې کیدو اجازه نه لرله ، نو په خیبر بازار کښې په یوه هوټل کښې مو ورته کوټې نیولې وې.

قاضي شمس الدین خان ماما زما د پلار پاسپورت له اړوندو چارواکو څخه راواخست، دا چې د پاسپورت وخت تیر شوی وو، نو زما د پلار خوری ښاغلی شاه محمود مېاخیل اسلام اباد ته لاړ او د جرمني په سفارت کښې یې پاسپورټ نوي کړ.

په بل سبا باندې زما پلار په پېښور کښې زمونږ او د نورو خپلوانو سره مخه وکړه. اسلام اباد هوايي ډګر کښې د سپېشل برانچ دغه ګومارل شوي انسپکټر زما پلار په الوتکه کښې د جرمني په لور نژدې ېونېم کال سېاسي بند وروسته رخصت کړ.

په ۱۹۹۳ ع کال کښې محمدافضل خان (خان لالا) د بینظیر بوټو په حکومت کښې وزیر شو، نو بينظیر بوټو د خان لالا په غوښتنه زما په پلار د پاکېستان راتګ بندېز لرې کړ.

بېابه مې پلار پښتونخوا ته ازاد تګ راتګ کاوه، په غونډو ، سیمېنارونو او کنفرانسونو کښې به یې برخه اخسته او ګډون به یې کاوه.

زما د ارواښاد پلار له جیل نه د خلاصیدو امر په څلورم اپریل ورکړل شوی وو، چې په اووم اپریل له جیل څخه راخلاص شو، زما پلار پر څلورم اپریل زمونږ څخه د تل لپاره بیل شو او جسد یې پر اووم اپریل د خاص کونړ د تنر په کلي کښې په خپله پلرنۍ ادیره کښې خاورو ته وسپارل شو. اروا یې ښاده.

زما د پلار له وفات وروسته په ۲۰۰۷ کال د فبرورۍ په دوهمه نېټه د کولن ښار د ګردیوال صیب په دفتر کښې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې غونډه جوړه شو

په غونډه کې د مشرانو د جرګې غړو هر یو ښاغلیو حاجي فضل الرحمن شیر، علي خان محسود، محمد شیرین ګردیوال، هدایت بنګش، ، انجنیر حبیب الرسول، احمد شاه باوري، مبارز څاپي، استاد سید حسن سید، اسدالله شیر، محمد اقبال لالا، ډګروال حضرت رسول، الحاج سید علي شاه، عزیز سرشار، نصیر خان ، هېواد اختر، شیرولي شیر، نسېم ستوري، جلال خان ګردیوال ، نصیر ستوري او انجنیر حامد خان سوب ( حاضر) وو

د مشرانو جرګې د ګوند د منشور سره سم پریکړه وکړه، چې د ګوند لومړى مرستيال ښاغلى على خان محسود به د ګوند د نوى مشر تر ټاکنو پورې د ګوند د مشر ټولې د ندې سرته رسوي.

يوه واکمنه اوه کسيزه جرګه ګۍ ، چې د ګوند د مشر د لارښونې، مشورو او د بنسټيزې ( منشور ) په رڼا کې به د نوې ټاکنو لپاره لارې چارې برابروي او ګوندي چارې به پر مخ بيائي، چې غړي ئې په لاندې ډول دي، وټاکل شوه .

ښاغلى محمد شیرين ګرديوال ، ښاغلى هدايت الله خان بنګش، ښاغلى مبارز څاپى، ښاغلى ډاکتر شير ولى شير ،ښاغلى عزيز سرشار،ښاغلى لالا اقبال او ښاغلى نصير ستورى

دغه واکمنې جرګه ګۍ له خوا د ګوند مرکزی ټاکنې په ۲۹/۰۶/۲۰۱۰ نېټه ترسره شوې او د ګوند نوې مشرتابه په لاندې ډول وټاکل شوه

۱-تاریخپوه علي خان محسود د ګوند مشر (صدر)

۲ـ ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د ګوند لومړی مرستیال

۳ـ ښاغلی نصیر خان د ګوند دویېم مرستیال

۴ـ ښاغلی ایډوکیټ هدایت الله خان بنګش د ګوند دریېم مرستیال

۵ـ ښاغلی نصیر ستوری د ګوند جنرال سیکرټري (عمومي منشي)

۶ـ ښاغلی سیدحسن علي شاه باچا د ګوند د جنرال سیکرټري مرستیال

۷ـ میرمن ښاپیرۍ شینواري د ګوند د ښځو او ټولنیزو چارو مشره

۸ـ ښاغلی عزیز سرشار د ګوند د خپرونو چارو مشر

۹ـ ښاغلی ډاکتر شیرولي شیر د ګوند د مشرتابه دفتر (دارالانشا) مشر

۱۰ـ ښاغلی محمد اقبال لالا د ګوند د بهرنیو چارو مشر

۱۱ـ ښاغلی الحاج خان محمد مبارز څاپی د ګوند د کورنیو چارو مشر

۱۲ـ ښاغلی ډوکتور ډګروال حضرت رسول دګوند د پوځي چارو مشر

۱۳ـ ښاغلی عبدالطیف اپریدی دګوند د کولتوري چارو مشر

دغه راز د انګلستان د مرکزي څانګې ټاکنې په ۲۱/۱۲/۲۰۰۹ نېټه ترسره شوې

ـ ایډوکیټ یوسف علي خان د انګلستان دمرکزي څانګې مشر په توګه

۲ ـ ښاغلی اکرام الله خان د مرستیال په توګه

۳ ـ ښاغلی اسد خان د مالي چارو (خزانچي) د مشر په توګه

۴ ـ وحید احمد بابو د کولتوري چارو د سیکرټری په توګه او ددې ترڅنګ یوه یوه سلاکاره (مشورتي) جرګه هم وټاکل شوه چې غړي یې په لاندې ډول دي:

۱ـ حاجي صیب فقیر کاکا

۲ـ ښاغلی محمد ایوب شینواری

۳ـ ښاغلی سلیم خان

۴ـ ښاغلی محمد ایاز خان

۵ ـ ښاغلی جلیل خان

د فرانکفورت د څانګې ټاکنې په ۲۱/۳/۲۰۱۰نیټه ترسره شوي

ـ ښاغلی محمد اقبال لالا د صدر (مشر) په توګه

۲ ـ ښاغلی سید علیشاه دجنرل سیکرټري (عمومي منشي) په توګه

۳ ـ ښاغلی سنګین وردګ د خزانچي (مالي چارو) د مشر په توګه

۴ ـ ښاغلی مسافر ناصر د اطلاعاتو او کولتوري چارو د مشر په توګه وټاکل شول.

دغه راز ښاغلی عبدالطیف اپریدي ته د فرانکفورت د څانګې د صدر(مشر) د ملاتړ (مرستیال) عهده وسپارلی شوه.

د پښتون ژغورنې د راټوکېدو سره سم د ګوند د مشرانو جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او ټوله مخه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ هلوځلو ته راوګرځوله .

یادونه: د ګوند د مشرانو جرګې یو شمیر غړي وفات شوي دي لوې څښتن دې وبخښي او د مشرانو جرګې ځینې غړي له ګوند څخه وتلي دي.

درنښت

نصیر ستوری

04.04.2026

-
-
-
-
-
-
-

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←