اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

د ډاکتر پروین عظیم پر مړینه

د پروفیسر پروین عظیم په مړینه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ملتپال نامتو سیاستوال ډاکټر سیدعالم محسود درنه مېرمن، پروفیسر پروین عظیم، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۹مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

إنا لله وإنا إليه راجعون

پروفیسر پروین عظیم یوه درنه، باوقاره او درناوۍ وړ مېرمن وه، چې د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي وو. د هغې مړینه نه یوازې د هغې د کورنۍ، بلکې د دوستانو او خواخوږو لپاره هم یوه ستره ضایعه ده.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د ډاکټر سیدعالم محسود، د هغه له کورنۍ، خپلوانو او ټولو خواخوږو سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي، ارواښادې ته د لوی خدای (ج) له درباره د جنت الفردوس، او درنې کورنۍ ته د جمیل صبر او اجر غوښتنه کوي.

اروا یې ښاده، جنت الفردوس یې په برخه، او یاد یې تلپاتې.

په درنښت

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←