اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

غازي میرزمان خان


د فغانستان د خپلواکۍ د څلورمې جبهې اتل، غازي میرزمان خان کونړی

لیک: نصیر ستوری

د افغانستان د خپلواکۍ په پېښلیک کې داسې سړېتوبونه (شخصیتونه) شته چې ژوند او مبارزه یې یوازې له یوې جګړې یا یوې تاریخي پېښې سره نه، بلکې د یوې اوږدې ملي مبارزې له بهیر سره تړلې وي. په دې ډله کې لوې خان غازي میرزمان خان کونړی د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې له هغو نومیالیو سیمه‌ییزو مشرانو څخه و، چې ژوند یې د شلمې پېړۍ د لومړیو لسیزو له مهمو سیاسي او پوځي بدلونونو سره تړلی و.

#غازي_میرزمان_خان په ۱۸۶۹م کال، چې له ۱۲۴۸ هجري شمسي کال سره سمون خوري، د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمټک کلي کې د حاجي ګلروز خان په کور کې زېږېدلی و.

د غازي میرزمان خان غور نیکه، محمد اکرم خان، د سپین غر د تیرا سیمې مشر و. د قبایلي شخړو او اختلافاتو له امله له خپل کلي «کوټ» څخه کونړ د لمټک سیمې ته راغی.

کونړ د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د افغانستان له هغو سرحدي سیمو څخه و چې د مرکزي حکومت، سیمه‌ییزو قومي جوړښتونو او برتانوي هند د سرحدي سیاستونو ترمنځ په حساس چاپېریال کې پروت و. په دې سیمه کې قومي مشرانو د سیاسي او پوځي اغیز مهمه ونډه لرله. میرزمان خان هم په همدې چاپېریال کې وروزل شو او ورو ورو د کونړ له اغېزناکو قومي مشرانو څخه شو.

میرزمان خان د ځوانۍ له وخته د ډیورنډ کرښې هاخوا د برتانوي هند د واک پر وړاندې د پښتني سیمو له مقاومتونو سره نږدې اړیکې لرلې او له خپلو ملګرو سره یوځای یې د ازادي‌غوښتونکو جنګیالیو ملاتړ کاوه.

په ۱۹۰۸م کال کې د مومندو د «سرې غزا» په نوم مقاومت کې یې د یوه غښتلي سیمه‌ییز غازي او قومي مشر په توګه ونډه لرله. د همدې هلوځلو له امله نوموړی د برتانوي هند پر وړاندې د یوه چلاند (فعال) مقاومت کوونکي په توګه وځلیده او په ختیځو پښتني سیمو کې یې شهرت ډېر شو.

د انګرېزي ښکېلاک (استعمار ) پر وړاندې د میرزمان خان مبارزې هغه له ځوان شهزاده #امان‌الله_خان سره هم آشنا کړ. د وخت په تېرېدو دغه اړیکه په نږدې ملګرتیا او باور بدله شوه او د امان‌الله خان مور هغه ته «زوی» ویلی و.

د ډیورنډ کرښې هاخوا د میرزمان خان تګ راتګ او د برتانوي ځواکونو پر وړاندې د هغه فعالیتونه د #امیرحبیب‌الله_خان د حکومت د اندېښنې سبب شول. نوموړی تر څارنې لاندې راغی، ونیول شو او د سیاسي بندي په توګه #بندي شو.

هغه لومړی شاوخوا یو کال بند تېر کړ او وروسته په ضمانت خوشې او کونړ ته ستون شو، خو ډېر ژر بیا ونیول شو او د کابل په #شېرپور بنديخونه (زندان) کې بندي شو.

کله چې امیر حبیب‌الله خان د ۱۹۱۹م کال په فبرورۍ کې ووژل شو، میرزمان خان له بنده خوشې شو. له دې وروسته، د نوي سیاسي پړاو په پیل کې، د هغه اړیکه له امان‌الله خان سره نوره هم پیاوړې شوه.

د ۱۹۱۹م کال په مې میاشت کې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه پیل شوه. افغانستان د خپل بهرني سیاست په برخه کې د برتانوي محدودیتونو څخه د وتلو او د یوه خپلواک دولت په توګه د خپل نړیوال دریځ د ټینګولو وخت (فرصت) ترلاسه کړ.

په دې جګړه کې د افغانستان د منظم پوځ ترڅنګ ګڼو قومي ځواکونو هم برخه واخیسته. د ختیځې سیمې جبهې د جګړې په عمومي بهیر کې ځانګړی ارزښت (اهمیت) لرلو.

د ۱۹۱۹م کال د چترال ـ کونړ جبهه، چې د «استقلال څلورمې جبهې» په نوم هم یاده شوې، #اسمار، #ارنوۍ، #دوکلام، #لمبربټ او د #چترال شاوخوا سرحدي سیمې یې رانغاړلې. د غرنیو سیمو، تنګو درو، سختو لارو او قومي اړیکو له امله د دې جبهې جګړه له مرکزي جبهاتو سره توپیر لرلو.

میرزمان خان د سیمې له جغرافیې او خپل قومي نفوذ څخه په ګټه اخستنې (استفادې) د جنګیالیو په راټولولو، تنظیم او د جګړې په بهیر کې مهم رول ادا کړ.

د میرزمان خان هڅې د ۱۹۱۹م کال له جګړې سره پای ته ونه رسېدې، بلکې خپل سیمه‌ییز نفوذ یې د دولت د پیاوړتیا لپاره هم وکاراوه. هغه د اماني دولت په دولتي شورا کې غړیتوب لرلو او د حکومت په سیاسي او قانوني چارو کې یې ونډه اخیسته.

د خپلواکۍ له جګړې وروسته په ختیځ افغانستان کې د قومي یووالي او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ګڼې جرګې جوړې شوې چې غازي میرزمان خان پکې هم مهمه ونډه لرله.

په ۱۹۲۰م کال کې په #هډه کې یوه لویه جرګه جوړه شوه چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و. د ننګرهار، لغمان، کونړ او د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو قومي مشرانو، علماوو، سپین‌ږیرو او نورو خلکو پکې برخه اخیستې وه.

د جرګې له مهمو موخو څخه د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ملاتړ او د برتانوي لاسوهنو پر وړاندې دریځ نیول یاد شوي دي. ویل کېږي چې میرزمان خان د دې جرګې په جوړېدو او تنظیم کې مهم رول درلود.

د ۱۳۰۱ هجري شمسي کال د جلال‌اباد #لویه_جرګه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د نوي سیاسي او حقوقي جوړښت له مهمو غونډو څخه وه. په دې دوره کې د هېواد د ادارې، ټولنیزو اصلاحاتو او قانون جوړونې موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د ۱۳۰۷ هجري شمسي کال د پغمان په لویه جرګه کې هم د میرزمان خان د ګډون یادونه شوې ده. نوموړی په یوه بله جرګه کې د پکتیا د عملیاتو له امله حاضر نه و او د هغه زوی عصمت‌الله خان پکې ګډون کړی و.

کله چې د اماني دولت د اصلاحاتو په بهیر کې له ځینو قومي سیمو سره شخړې رامنځته شوې، نو په ۱۹۲۴–۱۹۲۵م کلونو کې د پکتیا له پاڅون سره د مقابلې لپاره حکومت پر قومي مشرانو او سیمه‌ییزو ځواکونو هم تکیه وکړه.

میرزمان خان د اماني حکومت په غوښتنه د پکتیا د پاڅون د ځپلو په عملیاتو کې برخه واخیسته.

په ۱۹۲۸م کال کې د شینوارو د پاڅون پر مهال هم د اماني دولت له خوا پر میرزمان خان او د هغه پر قومي ځواکونو تکیه وشوه. نوموړی له خپلو کونړي ځواکونو سره جلال‌اباد ته لاړ او د حکومت په ملاتړ یې د اماني دولت د داخلي ثبات په ساتلو کې ونډه واخیسته.

غازي امان‌الله خان د میرزمان خان د خدمتونو په بدل کې هغه ته د « #لوی_خان» لقب، د #وفا_مډال، د #لوی_خان_مډال، د #خدمت_مډال او د #صداقت_مډال ورکړل. له دغو مډالونو او ستاینلیکونو سره #مالي او #ځمکني امتیازات هم مل وو.

د ۱۹۲۸م کال له وروستیو څخه د غازي امان‌الله خان د اصلاحاتو پر وړاندې مخالفتونه زیات شول او په ۱۹۲۹م کال کې د هېواد سیاسي نظام له ستر بدلون سره مخامخ شو.

کله چې په ختیځ کې د حکومت دننه سیاسي بدلونونه رامنځته شول، میرزمان خان کونړ ته ستون شو، څو د امان‌الله خان د ملاتړ لپاره قومي ځواکونه راټول کړي.

هغه له چغه‌سرای (چغان‌سرای) څخه د اسمار پر لور روان و، هلته یې زوی عصمت‌الله خان د پوځي قطعې قوماندان و.

د لارې په اوږدو کې د شېګل د شېنکوړک په سیمه کې د ماښام لمانځه لپاره جومات ته ورغی. نوموړی په همدې جومات کې د لمانځه پر مهال د یوه غلچکي برید په ترڅ کې د اماني رژیم د ملاتړ له امله په بې رحمانه ډول شهید شو .

د میرزمان خان له شهادت وروسته د هغه د کورنۍ ستونزې پای ته ونه رسېدې.

کله چې #محمد_نادر_خان واک ته ورسېد، د اماني رژیم د ملاتړ له امله، یې د غازي میرزمان خان د کورنۍ پر وړاندې سخت دریځ غوره کړ.

د غازي میرزمان خان ورور جنرال خان محمد خان کونړی او دوه زامن یې، غونډمشر عصمت‌الله خان زماني او غونډمشر ګل‌محمد خان زماني، کابل ته راوغوښتل. په ښکاره د جګړې (حربیې) وزارت کې د دندو په نوم، خو په اصل کې د هره ورځ حاضرۍ ورکولو له لارې تر سختې څارنې لاندې وساتل شول. ویل کېږي چې دا حالت تر ۱۳۲۳ لمریز کال پورې دوام وکړ.

په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د کونړ د #ساپیو_پاڅون نادر خان د یوې بهانې په توګه وکاراوه او د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۲۹مه نېټه د غازي میرزمان خان د کورنۍ له سلو څخه زیات غړي یې پرته له کوم جرم او محاکمې، د نامالوم برخلیک په تمه د دهمزنګ په بندخونه کې #بندیان کړل.

په بند کې د ناروغیو او ناوړه تغذیې له امله یې د کورنۍ ۲۸ تنه غړي مړه شول او د ۱۳ کلونو سیاسي بند له تېرولو وروسته #هرات ته شړونکي (تبعید) شول او د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې یې هلته د شړل شوو په توګه ژوند تېر کړ.

غازي میرزمان خان یو ورور، جنرال خان محمد خان کونړی، اته زامن شیرمحمد خان، غنډمشر عصمت‌الله خان ، غنډمشر ګل‌محمد خان، حبیب‌الله خان، محمد ارسلان، خیرمحمد خان، یارمحمد خان او محمد هاشم خان

او د بي‌بي مریم، بي‌بي حاکمه، بي‌بي حسنیه، بي‌بي شاه‌ببو، بي‌بي صندله، بي‌بي ګل او بي‌بي سدرة‌المنتهی په نامه لوڼې لرلې

عصمت‌الله خان زماني د اسمار د پوځ بولندوی (قوماندان) او د اسمار ملکي مدیر هم پاتې شوی و. هغه د خپل پلار سره یې د اماني دولت په ځینو پوځي عملیاتو کې ګډون کړی و.

په ۱۹۲۸م کال کې یې له خپل پلار سره د #شینوارو د #پاڅون پر وړاندې په عملیاتو کې هم برخه اخیستې وه او ګل‌محمد خان زماني هم پوځي مشر و.

محمد هاشم خان زماني د پښتو ژبې شاعر، لیکوال او سیاستوال و. د هغه ژوند د میرزمان خان د کورنۍ د میراث یوه بله سیاسي، ادبي او فرهنګي برخه څرګندوي، د دې کورنۍ هلې ځلې فعالیت یوازې په پوځي او قومي ډګر کې محدود نه و، بلکې د پښتو ژبې اوکولتور په برخه کې هم دوام موندلی و.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) بنسټ‌اېښودونکی ډاکتر کبیر ستوری د غازي میرزمان خان د مشرې لور زوی وو.

د #PSDP مشر قانونپوه علي خان محسود وایي چې د ده نیکه، غازي میرزمان خان، د شاه امان‌الله خان له ځانګړو کسانو څخه و او امان‌الله خان هم د انګرېزانو کلک مخالف و. له همدې امله ، کېدای شي د میرزمان خان سیاسي او ملي مبارزې د کورنۍ پر راتلونکو نسلونو هم اغېز کړی وي. د کبیر ستوري د ملتپالنې روحیه او د پښتنو د ملي یووالي لپاره د هغه مبارزه د دې کورنۍ له تاریخي سیاسي میراث سره د تړاو له امله هم کېدای شي.

درنښت

(نصیر ستوری)

20.08.2026

————-

سرچینې

۱. محمد ولي ځلمي: زمونږ غازیان.

۲. امان افغان جریده: پنځم کال.

۳. د حقیقت جریده، لومړی کال.

۴. عبدالخالق اخلاص: د استقلال څلورمه جبهه.

۵. له محمد ارسلان زماني سره مرکه.

۶. عبدالله غمخور:د افغانستان د آزادۍ شهسوار

۷. پښتونخوا :د غازي میرزمان خان ژوندلیک

۸. ډاکتر عبدالرحمن زماني: غازي میرزمان خان ژوند او مبارزه.

۹. Shahmahmood Miakhel: Understanding Afghanistan Importance of Tribal Structures in Afghanistan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←