فرانکفورت
فرانکفورت:19.06.2026
د پښتنو ټولنیز ولسوليز ګوند (PSDP) د فرانکفورت د څانګې په کوربه توب د ګوند د مشرانو جرګې پرانیستې (ازاده) غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د ګوندي چارو پر پرمختیا، پښتنو ته ورپېښو ستونزو، د هېواد او سیمې پر روانو سیاسي حالاتو او دغه راز د پښتنو د «یووالي د ورځې» د نمانځلو په هکله اندونه شریک شول
له مشورو او غور وروسته لاندې پرېکړې وشوې:
د پښتنو د یووالي ورځ، چې د 1993 کال د نومبر له 12 مې نېټې راهیسې یې ګوند هر کال په بېلابېلو بڼو نمانځي، سږکال به د یوې درنې ، سترې غونډې په بڼه ولمانځل شي.
ګوند به، لکه تل په شان، د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) هر اړخیز ملاتړ جاري ساتي.
د ګوند د نویو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې به موجوده مشرتابه به د ایډوکیټ علي خان محسود تر مشرۍ لاندې پر خپل ځای پاتې وي , کاري موده یې وغزول شوه او خپلې چارې به پرمخ بیایي.
درنښت
-

-

-

