اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

پاکېستان له افغانستان

پاکېستا ن افغانستان په خپل منډه یې (بازار) بدلول غواړي.

پاکېستا ن د خپلو نورو شومو او کرغېړنو موخو ترڅنګ غواړي، چې افغانستان د خپل بازار (منډه یې) په توګه وکاروي او دا هېواد په داسې حالت کې بدل کړي چې یوازې د لاهور د کارخانو بې کیفیته توليدات، لکه بړستنې او نور غیر معیاري توکي په افغانستان کې خرڅ شي او افغانستان د دې توان ونه ولري چې خپل تولیدات لکه د ګنډلو ستنې هم په خپله جوړې کړي.

پاکستان تل په بېلابېلو پلمو او د بېلابېلو جنګي ډلو پر مټ افغانستان د خپلو ګټو لپاره په کنډواله بدل کړی. دا لړۍ تر دې ځایه رسېدلې چې اوس یې راسا (مستقیم) پخپله پوځي تېري او یرغل وکړ، چې پر افغانستان زور (فشار) راوړي، خو پاکېستا ن به د پښتنو/ افغانانو په وژلو، ځپلو او بې‌کوره کولو خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي

مونږ پر پاکېستا ني پنجابي جنرالانو غږ کوو، چې د افغانستان د ورانولو او د پښتنو/ افغانانو له وژنې لاس واخلئ، د تاوتریخوالي سیاست پایي ته ورسوئ او د ستونزو د حل لپاره د سیاسي او سوله‌ییزو لارو چارو څخه کار واخلي.

پښتانه/افغانان امن خوښی قام دی ، جنګ نه غواړي او تل هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ له نورو ملتونو سره د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ، د ګډ ژوند په چوکاټ کې، لکه د آسیایي ټولنې په څېر په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

دغه راز مونږ د ا. ا . ا ما رت له واکمنو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې د نجونو پر زده کړو لګول شوی بندیز بې له ځنډه لرې کړي او د افغانستان اوسني وضعیت او نړیوالو نورومونو/اصولو ته په پام سره د هېواد ملي ارزښتونو، سیاسي، اقتصادي، پوځي او ټولنیزو شرایطو پربنسټ خپله تګلاره سمه کړي او د کورني او بهرني مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره پلي (عملی) ګامونه واخلي.

پښتانه په سیمه کې یو ځواکمن ملت دي چې د سیمې د ټیکاو(ثبات) او امنیت لپاره اساسي رول لوبوي. د پښتنو یووالی د سیمه ییز امن او ټیکاو (ثبات) ضامن دی

درنښت

تاریخپوه ایدوکیټ علي خان محسود

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) مشر

پاکېستان له افغانستان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←