افغان یو وو، یو دی
ملګرو او هېوادوالو !
د قومونو او ملتونو په تاریخ کې د تاریخي رسالت څپرکې او د حقه حقوقو غوښتنه د ژوندیو قومونو او ملتونو یوه روښانه او د ویاړ ډکه کارنامه وي.
افغان یو وو ، یو دی او یو به وی.
دا د طبیعت یوه کوټلې پروسه ده او دا پروسه که د چا زړه ښه وی او که بد ، خپل طبعي حالت ته راتلونکې ده.
که دقومونو او ملتونو او ولسونو د بیدارۍ شعور اوچت وه ، نو ډیر احتمال شته چې دا طبعي پروسه خپل وخت په بیړه طی کړي او که دشعور سطحه ټیټه وي, نو وخت به زیات په بر کې ونیسي.
دلوې افغانستان یا تاریخي افغانستان جوړیدل که پخوا یا د تیر وخت یو خیال وه, خو اوس په ملي او نړیواله کچه حالات دې ته نژدی او برابر شوي, چې دلوې افغانستان ملي داعیه خپله بڼه جوته کړي.
له هر څه نه مخکې پدې فکر او شعور کار کول په کار دي, چې د لوې افغانستان خبره یا داعیه دتاریخي افغانستاند(د احمدشاه بابا پښتونخوا ) یو مسلم حق او غوښتنه ده.
دا چې دوخت او زمانې استعمار زورور وو او مونږ خپل حق نه شو ترلاسه کولی, دا به تاریخپوهانو ته پریږدو، خو اوس ملی او نړیوال حالات داسی جوړ شویدي, چې د لوې افغانستان ملي داعیه د طبعي منزل په لور هدف ته نژدې کیدونکې ده.
په کار ده چې ولس د زمانې په دغه حساس پړاو کې بیدار او خبردارشي او د یو مسلم ملي حق د غوښتنې دغه موقع او فرصت له لاسه ورنکړو.
خپل ملي وحدت، ملي هویت ، تاریخي رسالت ، ملي مشرتابه ، ګډه ملي طرحه او ګډ ملي ادرس او بشپړه تاریخي ملي جغرافیه په دغه حساس سیاسي او نازک پړاو کې بیهوده او د ناپوهۍ او د سیاسي غفلت اوبې پروایې له وجهې ضایع نکړو.
په کار ده چې د یو میړنې او باتور ملت په حیث په ګډه راپاڅو د تیر ویاړلي تاریخ او د مشرانو د اوچتو شملو ، د قومونو او ملتونو ، عظمت , وقار ، حیا او عزت سمبال او د خپلو راتلونکو نسلونو د روښانه راتلونکې لپاره یوه ځلانده بېلګه شو.
دلازیاتو بریاوو په هیله
محمد شیرین ګردیوال
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP لومړی مرستیال
-

