اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ ځانګړې لیکنې

اسماعیل شاهد

د پښتني کولتور ځلانده ستوری

د پښتني طنز، کمېډۍ او هنر یو ژوندی باب

کله چې د پښتو ډرامې، طنز او ټوکوټکالو (کمېډۍ ) خبره کېږي، نو د اسماعیل شاهد نوم د هغو هنرمندانو او فنکارانو په سر کې راځي چې د خپل فطري وړتیا (استعداد)، طنز او بې‌ساري اداکارۍ په مټ یې د نږدې نیمې پېړۍ لپاره د میلیونونو پښتنو پر شونډو موسکا خوره کړې ده.

هغه نه یوازې یو تکړه او پیاوړی کمېډین او هنرمند دی، بلکې د پښتني کولتور، ولسي ژوند او ټولنیزو ارزښتونو یو ژوندی استازی هم ګڼل کېږي.

د ده هنر نسلونه سره نښلولي، د ژوند ترخو شېبو ته یې د خندا رنګ ورکړی او د پښتو کامیډې ډرامې په تاریخ کې یې داسې تلپاتې ځای خپل کړی چې تل به په درناوي یادېږي.

اسماعیل شاهد د ۱۹۵۵ کال د اګست په ۱۷مه نېټه د پښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ د اتمانزو په کلي کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې او د اردو ادب د لیسانس سند یې له پېښور پوهنتون څخه ترلاسه کړي.

له کوچنیوالي یې له طنز، ټوکو ټکالو ، کیسه ویلو او هنري فعالیتونو سره ځانګړې مینه لرله. د ښوونځي پر مهال به یې په بېلابېلو هنري پروګرامونو کې برخه اخیسته او همدغو لومړنیو ازمایښتونو(تجربو ) د هغه د بریالي هنري ژوند بنسټ کېښود.

هغه خپل مسلکي هنري ژوند په 1980 کال کې پیل کړ، هغه مهال د پښتو ډرامه لا د ودې په لومړنیو پړاوونو کې وه. لومړی یې پر سټېج خپله وړتیا (استعداد) وښوده او ژر یې د طبیعي کمېډۍ، اداکارۍ (Comic Timing) او د کرکټرونو د ژوندي کولو په هنر د خلکو زړونه خپل کړل.

اسماعیل شاهد د PTV پېښور په مرکز کې له اتو سوو څخه زیاتو پښتو ډرامو کې کار کړی دی. که سټېج ډرامې او ټېلي‌فلمونه هم ورسره وشمېرل شي،نو د هغه د هنري اثارو شمېر له زرو څخه اوړي، چې دا د پښتو ډرامې په تاریخ کې یو کم‌ساری هنري ریکارډ ګڼل کېږي.

په هغه وخت کې چې پښتو ډرامه د اردو ډرامو تر اغېز لاندې وه، اسماعیل شاهد د پښتو تیاتر او ټلویزیون د پیاوړتیا او بیا راژوندي کولو لپاره مهم او تاریخي رول ولوباوه. که څه هم ځان ډرامه‌لیکوال نه بولي، خو د ګڼو ډرامو مکالمې او صحنې یې سمې کړې دي او د ډایرکټر په توګه یې هم د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

هغه وایي:

«ما تر اوسه پخپله یوه ډرامه هم نه ده لیکلې، خو د ډېرو ډرامو مکالمې او صحنې مې سمې کړې دي او د ډایرکټر په توګه مې هم کار کړی دی.»

«ستړي مه شې»، «جادوګر»، «دوه او دوه پنځه»، «ملنګی»، «رنګ په رنګ» او په ځانګړي ډول «مېم زرما» د یادونې وړ ډرامې دي.

«مېم زرما» دومره بریالۍ ډرامه وه چې وروسته په اردو ژبه هم د «جھوٹ کی عادت نہیں مجھے» په نوم جوړه شوه او د اسماعیل شاهد هنر یې د پښتو له لیدونکو هاخوا نورو ته هم وروپېژاند.

«بوډا کاکا» او «ړوند، کوڼ او چاړا» په نوم دوه ټېلي‌فلمونه یې هم د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوې.

د اسماعیل شاهد کمېډي یوازې د خندا لپاره نه ده، هغه د ټولنې ستونزې، کورنی ژوند، دودونه، سیاست او ټولنیز واقعیتونه په داسې هنري او ظریفه بڼه انځوروي چې لیدونکی هم وخندوي او هم فکر کولو ته اړ کړي. همدا ځانګړنه ده چې د څو نسلونو مینه او درناوی یې ترلاسه کړی دی.

هغه د خپل هنر په اړه وایي:

«زه د خندا دا هنر یوه الهي ورکړه ګڼم. ما هېڅکله رسمي استاد نه درلود، خو د خپل وخت له تکړه هنرمندانو مې ډېر څه زده کړل.»

د ده د هنري خدمتونو د درناوي، په پار په ۱۹۹۳ کال کې د پاکستان د ولسمشر له خوا د «صدارتي حسنِ کارکردګۍ تمغه» (Pride of Performance) ورکړل شوه. همدارنګه، په ۲۰۱۷ کال کې د «Pride of Peshawar» د ویاړونو په لړ کې د پېښور د ۷۵ مخکښو هنرمندانو، فنکارانو او ورزشکارانو له ډلې وشمېرل شو.

#اسماعیل_شاهد په اروپا او امریکا کې هم د خپلو هنري سفرونو او نندارو له لارې د بهر مېشتو پښتنو زړونه خپل کړي دي. په ۲۰۱۳ کال کې جرمني ته راغلی وو او د جون په ۲۲مه یې د #فرانکفورت په ښار کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند #PSDP په ستره غونډه کې وړیا او په ورین تندي ګډون وکړ او د خپلو کمېډۍ نندارو په وړاندې کولو سره یې د ګډونوالو پر څېرو موسکا خپره کړه.

په ۲۰۲۳ کال کې یې امریکا ته هم سفر وکړ او هلته یې په بېلابېلو فرهنګي او هنري پروګرامونو کې برخه واخیسته، چې دا د هغه د هنر د نړیوال محبوبیت ښکاره بېلګه ده.

له هنري فعالیتونو سره سره، اسماعیل شاهد د پېښور د مرستیال کمشنر (DC) په دفتر کې ۲۷ کاله د دولتي مامور په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

هغه دوه ودونه کړي دي او د شپږو اولادونو (درې زامن او درې لوڼې)، ۲۳ لمسیانو او درې کړوسیو نیکه دی.

اسماعیل شاهد یوازې یو هنرمند نه دی، هغه د پښتني ټولنې د خندا، امید او کولتوري یادښتې (حافظې) یو مهم سمبول دی. د هغه هنر ثابته کړه چې خندا هم پیغام لري، هم فکر زېږوي او هم د ټولنې د اصلاح اغېزمنه وسیله کېدای شي.

د پښتني کولتور دغه ځلانده ستوری « اسماعیل شاهد) دې تل روښانه وي او د هغه د هنر موسکا دې د پښتنو له زړونو هېڅکله ونه وځي.

درنښت

نصیر ستوری

Nasir Stori Esapzai

سرچینه: پښتونخوا ډاټ کام

-

اسماعیل شاهد


-

اسماعیل شاهد


-

اسماعیل شاهد


-

اسماعیل شاهد


-

اسماعیل شاهد


-

اسماعیل شاهد

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

ځانګړې لیکنېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←