د افغان ملت ګوند دمشر
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د افغان ملت ګوند پخواني مشر ډاکټر محمد امین واکمن د ۸۶ کالو په عمر د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۹ مه نېټه د امریکا په ورجینیا ایالت کښې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
ارواښاد محمد امین واکمن د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او په دې لاره کې یې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره نږدې اړیکې لرلې.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د ارواښاد ډاکتر محمد امین واکمن پر مړینه ژوره خواشیني څرګندوي او د هغه مړینه د لر او بر پښتون ولس لپاره ستر تاوان بولي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد واکمن له کورنۍ، د افغان ملت ګوند، خپلوانو، ملګرو او دوستانو سره په دغه دروند غم کې ځان شریک ګڼي.
اروا یې ښاده، جنتونه یې په برخه.
درنښت
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)
-

