د دوران د لیک
د ښاغلي عماد دوران د لیک ځواب
ښاغلی دوران صیب
هر پښتون افغان دی ، پښتون نیشنلېزم یا قامپالنه د افغان/ پښتون ملت د وېش هڅه نه ده، بلکې د هغه د پیاوړتیا او بشپړتیا یوه برخه ده.
قامي پېژند (Identity) او سیاسي بېلتون (Separatism) دوه بېلابېل مفاهیم دي او یو نه دي.
که څوک د احمدشاه بابا د «پښتونخوا» د راجوړیدو لپاره هڅې او مبارزه کوي، یا د خوشحال خان بابا شعرونه لولي، خپل سیاسي تاریخ راژوندی کوي ، پښتو ژبه ساتي او پر خپل کولتور ویاړي دا د افغانستان د ماتولو هڅه نه ده، بلکې د یوه ژوندي قوم د هویت او فرهنګ طبیعي څرګندونه ده.
له پښتنو څخه دا غوښتنه چې د خپلې وفادارۍ د ثبوت لپاره خپله قومي پېژندنه محوه کړي، د یوویشتمې پېړۍ له ارزښتونو او د فرهنګي تنوع له اصولو سره په ټکر کې ده، نه په همغږۍ کې.
موږ د بېلتون پلویان نه یو، زموږ دریځ د یوه واحد او متحد افغانستان په چوکاټ کې د پښتنو یووالی دی. یو منظم، بیدار او متحد پښتون ملت د افغان ملت یو پیاوړی ستن دی، نه د هغه د کمزورۍ لامل.
د پاکستان بېلګه، چې تاسې وړاندې کړې، سمه نه ده. تاریخ شاهد دی چې پاکستاني دولت پښتنه ملتپالنه نه ده پاللې، بلکې تل یې ځپلې ده، ځکه چې پښتنې ملتپالنې د خپلو حقوقو، خپله خاوره خپل اختیار ، د #پښتونستان غوښتنه او د ډیورنډ کرښې په اړه پوښتنې راپورته کولې.
باچا خان بابا لسګونه کاله زندانونه وګالل او نن هم د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشران له بند، فشار او محدودیتونو سره مخ دي. پاکستان د همدې لپاره افراطیت هم روزلی، چې پښتنه ملتپالنه او هم افغان ملتپالنه کمزورې کړي.
که د چا منطق دا وي چې هر هغه هویت چې د یوه دښمن دولت له خوا ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي، باید پرېښودل شي، نو دا استدلال له بنسټه ناسم دی. د پښتون پېژند له پاکستان څخه سلګونه کاله پخوانی دی او خپل تاریخي، فرهنګي او ټولنیز بنسټ لري.
د باچا خان بابا سړېتوب (شخصیت ) هم په خپل ذات کې د دې خبرې غوره ثبوت دی. د بابا اصلي پیغام بې تاوتریخوالی، د خدايي خدمتګار غورځنګ، زده کړه، د پښتون عزت او له نورو قومونو سره ګډ ژوند او همکاري ده. دا ټول ښيي چې پښتنه ملتپالنه کولی شي پرمختللی، سولهییزه او د ملي یووالي ملاتړې وي، نه ویشونکې.
همدارنګه، د شاعرانو او هنرمندانو رول هم باید په همدې چوکاټ کې وکتل شي. کله چې پښتانه شاعران، لیکوالان او سندرغاړي خپله ژبه، ادب او کولتور ته وده ورکوي دا کومه «غیرشعوري توطیه» نه ده، بلکې د هر ژوندي قوم طبیعي فرهنګي ژوند دی.
که د پښتنو کولتوري څرګندونې «ویشونکې» وبلل شي، خو د نورو قومونو ورته هڅې «مشروع» وګڼل شي، نو دا ښکاره دوهګونی چلند دی.
د افغانستان ځواک په دې کې نه دی چې قومي هویتونه له منځه یوسي، بلکې په دې کې دی چې ټول قومي هویتونه د یوه ګډ ملي هویت تر چتر لاندې په درناوي، عدالت او متقابل باور سره ژوند وکړي. پښتون قامپالنه/ ملت پالنه ، تر هغه چې د افغانستان د ملي یووالي او ګډ برخلیک په چوکاټ کې وي، د پښتون/افغان ملت د وېش وسیله نه، بلکې د هغه د ځواک، ثبات او بشپړتیا یوه مهمه برخه ده
درنښت
نصیر ستوری
د ډیلي تخت هیرومه، چې رایاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د ښاغلي عماد دوران صیب لیکنه
د پښتون نېشنلېزم تقویه کول د افغان ملت د تقسیمولو او ماتولو نامستقیمه هڅه ده؛
دا کار د یویشتمې پېړۍ د ملتپالنې له معیارونو او غوښتنو سره سمون نه لري. کله چې ته د یو پښتون په توګه، پښتنه ملتپالنه تقویه کوې؛ نو بیا په کوم دلیل له تاجیک، ازبیک، هزاره او نورو څخه د افغان ملتپالنې تمه کوې؟ کله چې ته خپله د بېلتون روایت پالې؛ نو بیا له نورو څخه د یووالې توقع څنګه لرلی شې؟
په دې فکري تضاد کې عمده رول د شاعرانو، سندرغاړو او خبریالانو دی، چې پښتنې ملتپالنې ته غیرشعوري کار کوي. نږدې ټولو پښتنو شاعرانو په شعرونو کې پښتنه قومپالنه پاللې او پښتون شناخت یې پروموټ کړی دی. په همدې ډول خبریالان د "پښتون غږ"، "پښتونخوا"، "پښتون" او په دغسې بېلابېلو نومونو رسنیز فعالیتونه کوي.
البته په دې برخه کې د کوز وطن ملتپالو سیاستوالو هم عمده رول لوبولی دی او لوبوي یې. باچا خان هم د پښتون نېشنلېزم لپاره کار کړی؛ خو د هغه وخت پښتون نېشنلېزم د اوس وخت له پښتون نېشنلېزن سره توپیر لرلو، او د باچا خان کار باید په خپل زماني کانټکسټ او مکاني شرایطو کې وڅېړل شي.
حتی پاکستان هڅه کوي، چې پښتنه قومپالنه تقویه کړي، تر څو د افغان ملتپالنې مخه پرې ډب کړي. د همدې موخې لپاره یې د ایالت نوم په "خېبر پښتونخوا" بدل کړ، د "پښتو" په نوم یې ټي وي چېنل جوړ کړ، د "پښتون ډیجیټل" په نوم یې یو بل رسنیز ادرس جوړ کړی، چې ټوله ورځ د افغانستان اړوند پاکستانی روایت تبلیغوي. او داسې نور...
په همدې اساس، د ملي یووالي او ملي خوندیتوب لپاره یوازنۍ لار افغان ملتپالنه ده؛ ځکه په دې اډانه کې پښتانه، تاجیکان، هزاره ګان، ازبیکان او د افغانستان ټول قومونه خپل ځان او ځای موندلی شي.
21July2026
