د پاکستاني برېد
27.04.2026: د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د کونړ ولایت د سیدجمال الدین افغاني پر پوهنتون او سپین بولدک د پاکستا ني پوځ بریدونه، بمبار ، تېری او یرغل په کلکه غندي
د پاکستان پوځي رژیم تل د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه د بېلابېلو نومونو او پلمو ځپلي، وژلي او بېکوره کړي ، روغتونونه او د زده کړو مرکزونه یې ویجاړ کړي دي، چې د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف کړنه ، بشري او جنګي جنایت دی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له پاکستاني پنجابي جنرالانو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې نور د پښتون وژنې سیاست پای ته ورسوي او د ستونزو د حل لپاره د سیاسي او سولهییزو لارو چارو څخه کار واخلي.
همداراز د افغانستان ا. ا. له واکمنو څخه غواړي چې پر نجونو د زده کړو لګول شوی بندیز بې له ځنډه لرې کړي او د هېوادوالو - د اوسنۍ زمانې غوښتنو او نړیوالو نورمونو ته په درناوي، د هېواد او ولس د ملي ارزښتونو، سیاسي، اقتصادي، پوځي او ټولنیزو واقعیتونو پر بنسټ خپله تګلاره برابره کړي او د کورني او بهرني مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره کوټلي او عملي ګامونه واخلي.
په درنښت،
تاریخپوه علي خان محسود
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر
27اپریل2026
