د PSDP سره د ډاکتر نجیب رابطه
د پښتون سوسیال ډیموکراتیک ګوند سره د ډاکتر نجیب الله رابطه
ډاکتر نجیب زما لپاره او زه د هغه لپاره نااشنا نه وو. د ثور له بدبختۍ نه ډېر وړاندې، د زدهکړو پر مهال مو له یو بل سره پېژندګلوي لرله.
هغه وخت چې د ۱۹۷۸م کال د اپرېل په میاشت کې داود خان شهید شو او خلقیان او پرچمیان د اقتدار پر ګدۍ کښېناستل، نو د واک له اخیستلو سره سم یې ګوندي وزلوبه بیا پیل کړه. خلقیان پرچمیانو ته غله وو او پرچمیان خلقیانو ته. یا په سمه توګه، د دې وزلوبې وتلي لوبغاړي دوه کسان وو: یو د پغمان حفیظالله امین او بل د کابل ببرک کارمل و.
نو د څو میاشتو نه وروسته خلقیانو پرچمیان له واکه لرې کړل او په بهرنیو نړۍ کې یې سفیران کړل، چې په هغوی کې ببرک کارمل په پراګ چکوسلواکیا کې، راتبزاد اناهیتا په بلګراد، یوګوسلاویا کې او ډاکتر نجیب الله په تهران ایران کې.
څه وخت نه وروسته خلقي حکومت تور ولګاوه چې دوی د سفارتخانو نه پیسې پټې کړي دي؛ نو د دې په وجهه د سفارتخانو نه هم وشړل شول.
بیا نجیب موږ ته، مغربي جرمني ته راغی. دلته به کله زما سره او کله به هم له ډاکتر شفیع سره و، او کله به هم د ببرک کارمل لپاره پراګ ته ورتللو.
اناهیتا راتبزاد، عبدالوکیل، بریالی او نجیب، دا ټول د مغربي اروپا، په ځانګړې توګه په مغربي جرمني کې، د پرچمیانو او ایراني تودهیانو سره اوسېدل؛ خو ډاکتر صاحب ډېر د ډاکتر شفیع سره د مغربي جرمني په بریمن (Bremen) ښار کې و. د ده سره یې میرمن هم وه.
وروسته، چې کله دوی کابل ونیو، بیا ډاکتر شفیع د هغه وخت مطابق په مشرقي جرمني کې د افغانستان لوی سفیر مقرر شو.
زما او د ډاکتر صاحب نظریې مالومې وې، نو د یو بل د غولولو کوښښ مو نه کاوه؛ مګر د پښتو او پښتونولۍ اړیکې مو سره ساتلې.
څه وخت چې د خمیني د انقلاب او بیا ایران ته د تګ اوازې ګرمې شوې؛ نو ماته ډاکتر صاحب د ۱۹۷۹م کال د جنوري په میاشت په دریېمه نېټه د جرمني په هانوور کې په ډېرې خوشالۍ سره وویل چې اوس به یې امین په خوند پوه شي چې لاندې ورته ضیاءالحق دی او بل څنګ ته یې خمیني شي .
د ۱۹۷۹م کال د جنوري د میاشتې له ۳مې نېټې وروسته ډاکتر ورک شو. دا زموږ وروستۍ لیدنه وه.
وروسته، د ۱۹۷۹م کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷مه نېټه زه نه، بلکې نړۍ خبره شوه چې ببرک کارمل سره کابل ته تللی دی. وروسته لومړی د خاد د پټو پولیسو مشر او بیا د ۱۹۸۶م کال د مې په میاشت کې ولسمشر شو.
دلته په جرمني کې ډېر پرچمیان او خلقیان وو، چې دوی ټول زدهکوونکي وو او په ډېر لږ شمېر کې داسې افغانان هم وو چې دوی د سبق په پلمه جرمني ته راغلي وو؛ چا کارونه کول او ځینو تجارت کاوه. نو په دې سلسله کې ما په ۱۹۷۶م کال د کندهار دوه وروڼه وپېژندل، چې د یوه نوم عبدالله او د بل نوم داود شهباز و. عبدالله مشر او شهباز کشر و. شهباز پرچمی او عبدالله زموږ ملګری و او لېونی نشنلست و او تر نن ورځې پورې زموږ ملګری دی.
بیا وروسته د ببرک په وخت کې شهباز داود په بن کې د افغانستان په سفارتخانه کې څه افسر شو؛ خو عبدالله به ورته د ببرک او روسانو سپی وایه. د دوی سخته سره ورانه وه.
د داود شهباز استاد او لارښود په افغانستان کښې سلیمان لایق و.
تر هغه پورې چې ببرک کارمل و، زموږ د سفارتخانې سره هېڅ رابطه نه وه؛ د روسېانو او ببرک خلاف به مو له جرمنيانو سره ګډ جلوسونه او سیمینارونه کول، چې دې کار پرچمیانو او روسانو باندې بد اغېز کاوه، نو پرچمیانو او روسانو په کابل کې پر اجمل صیب زور راوړی وو، چې مونږ سم کړي.
اجمل صاحب او صوفي جمعه خان ډېر لیکونه راولیږل ، چې د انقلاب نوی دور داسې او داسې دی، مگر زموږ ځواب یو وو، هغه دا و، چې تر څو پورې چې روسي پوځونه په افغانستان کې وي، زموږ نه تمه لنډه کړئ. اجمل صیب ډېر د دړکې لیکونه راولیږل، مګر څه اثر یې ونه کړو. وروسته دی هم ستړی شو او کېدای شي چې پرچمیانو او روسانو ته یې ویلي وي چې زه نور څه نه شم کولی.
مګر څه وخت چې ډاکتر صاحب راغلی او ورسره یې د ملي روغې جوړې ګونګوسې خورې کړلې ؛ نو د جرمني بن سفارتخانې ته هدایت شوی و چې زموږ سره رابطه جوړه کړي.
نو یو ماښام داود شهباز زما کور ته ټیلیفون وکړ، چې زه درځم یو ضروري پیغام دی. دا د ۱۹۷۹م کال د دسمبر نه تر ۱۹۸۶م کال پورې لومړی ځل و، چې ما شهباز ولیده. پیغام څه وو، چې ډاکتر صیب ورته ویلي وو: «علي خان ته ورشه او ورته ووایه چې دوی دې یو ځل هرومرو کابل ته راشي، چې له روسي پوځیانو او زموږ د ګوند د پالیسیو خلاف څه شکایتونه لري، له موږ سره دې مخامخ بحث پرې وکړي.»
موږ خپل ګوندي ملګري خبر کړل چې دغسې چل دی. ماته عبدالله په غوسه و چې: «دا د روسانو سپی، ما په کور بند کړي، تا ولې خپل کور پرې مردار کړ؟»
زموږ ملګري دوه ډلې شول. ځینو ویل چې خبرو ته ضرورت نشته، ځینو ویل، چې سیاست کوو؛ په سیاست کې به خبرې هرومرو کوو.
اخره په دې پرېکړه وشوه اوله لیدنه به پټه وي. مونږ شهباز خبر کړ، چې خپل حکومت خبر کړه، چې اوله لیدنه او کتنه به پټه وي د راډیو او تلویزیون څخه به نه نشر کېږي او نه به په اخبارونو کښې لیکل کېږي.
څه موده وروسته شهباز خبر راکړ چې حکومت دا شرط ومانه.
موږ بیا غونډه راوغوښته. هلکانو پرې ګرم بحثونه وکړل. پرېکړه په دې وشوه چې یوازې دوه کسان به ځي: یو به د کوزې پښتونخوا څخه وي او بل به د برې پښتونخوا څخه.
د کوزې پښتونخوا نه زما نوم وړاندې شو او د برې پښتونخوا نه د ډاکتر شېرافضل ګردیوال، ( د جلالاباد د ګردي غوث)، نوم وړاندې شو.
زه او ډاکتر شېرافضل ګردیوال د شهباز داود په بدرګه، پټ د ۱۹۸۶م کال د نومبر د میاشتې په اوله نېټه د لومړي ځل لپاره پراګ، چکسلواکیا ته پرواز وکړ. د نومبر د میاشتې له دویمې نېټې تر پنځلسمې نېټې پورې موږ په کابل کې پاتې شو.
څه وخت چې جهاز د افغانستان حدودو ته ورګډ شو؛ نو زموږ د جهاز بدرګه دوو پوځي جهازونو کوله.
ډاکتر شېرافضل ته شهباز په ټوکه کښې وویل چې : موږ درسره چل وکړو، اوس روسان د ببرک پر ځای تاسو ته واک درکوي، نو ځکه مو دومره قدر کوي. دا هغه وخت وو، چې مجاهدینو ته یې امریکا سټینګر میزایل ورکړي؛ نو اولسي جهازونه ویشتل ورته د ماشومانو لوبه وه.
دغو دواړو جهازونو به وخت پر وخت د ګرمۍ ګولۍ د روښنایي په څېر ویشتلې، د دې لپاره چې څوک پر دې ولسي جهاز باندې د سټینګر میزایل ګوزار ونه کړي؛ نو د میزایل د دوکه کولو لپاره دا ګولۍ ویشتلې شوې .
پوځيانو ویل چې سټینګر میزایل داسې جوړ شوي دي، چې کله یې خلاص کړي، د جهاز پر ګرمه برخه، یعنې انجن، باندې پخپله لګېږي؛ میزایل جهاز نه پېژني په ګرمښت پسې ځي، نو د دې حرارت به د جهاز له انجن څخه زیات وي، نو میزایل به دوکه شي او د ګرمۍ پسې به ځي. تر هغو دوی دا ګولۍ ویشتلې، چې زموږ جهاز د کابل هوايي ډګر ته کوز شو.
ډاکتر شېرافضل ګردیوال په ۱۹۶۸م کال د رحمان بابا له لېسې څخه دولسم پاس کړی و. د لوړو زدهکړو (Higher Education) لپاره افغان حکومت جرمني ته راوستی و. دا د ده لومړی ځل و چې له ۱۹۶۸م کال وروسته کابل ویني. هغه وخت هلک وو او اوس پوخ سړی ځنې جوړ و.
موږ دواړو ته شهباز وویل: «تاسو لږ په الوتکه کې انتظار وکړئ، زه بیا راځم .» دوی کوز شول. داسې معلومېده، چې دوی د پټ پرده پوش موټر بندوبست کولو، چې په هوايي ډګر کې مونږ څوک ونه پېژني.
د څه وخت نه وروسته موټر الوتکې ته راغی، عبدالمحمد مومند هم ورسره وو، دا زموږ مېلمهپال و او موږ یې پټ په موټر کښې سپاره کړو، په شهرنو او که وزیراکبرخان مېنه کښې یې له ېوې بنګلې سره له موټر نه ښکته کړو، دلته زمونږ ستړې مه شۍ ته ډاکتر ضمیر د ګوند د بهرنیو اړیکو مشر ولاړ و، چې یوازې د اړیکو مشر نه و، بلکې د ببرک کارمل د تره زوی هم و.
وروسته مومند صاحب راته وویل: «دا هغه بنګله ده چېرته چې د بوټو صیب زامن، مرتضی بهټو او شهنواز بهټو، اوسېدل. دوی دواړه د ضیاءالحق څخه کابل ته راتښتېدلي وو. دلته دوی له دوو کابلیو محمدزیانو خویندو سره اشنایي جوړه کړې وې او د هغوی سره یې واده کړی و.»
وروسته شهنواز بهټو په فرانسه کې په پټه توګه مړ شوی و. د بهټو د کورنۍ د شهنواز په کابلي ښځې باندې شک و. فرانسوي پولیسو دغه کابلي جینۍ نېولې وه، خو د تحقیقاتو څخه معلومه شوه چې شهنواز د هیروینو له امله مړ شوی و.
بېنظیر بوټو لدې څخه سیاسي ګټه پورته کوله او پر ضیاءالحق باندې یې دعوه کړې وه؛ نو له دې نه وروسته مرتضی بهټو هم مجبور شو او خپلې ښځې ته یې طلاق ورکړ.
بیا یې د شام له یوې پېغلې سره واده وکړ.
ماته مومند صاحب یوه بله خبره هم وکړه، چې د لنډي کوتل یو ځوان شینواری، چې د پیپلز ګوند غړی هم و. د مرتضی او شهنواز سره یې ډېره نږدې رابطه وه.
بیا وروسته د دوی ټول اروپا ته لاړل. د لاهور یو پنجابي بدمعاش و، چې نوم یې تیپو (Tippo) و. د تیپو د دې شینواري هلک سره جنګ شوې وو.
تیپو بیا وروسته له اروپا نه د هغه د مرګ لپاره راغلی و او دا شینواری هلک یې په کابل کې وژلی و؛ خو له دې نه مخکې چې تیپو اروپا ته ستون شي، خادیان پرې خبر شوي وو او په هوايي اډه کې یې نیولی و.
ماته مومند صاحب وویل چې ډاکتر صاحب دومره په غوسه و چې ویل یې: «پنجابي ته ګوره، چې په کابل کې افغان وژني!»
بیا وروسته خادیانو هغه چارماري کړې وو.
وروسته ماته خیال اکبر اپریدی وویل چې دا هلک د سیفالرحمان شینواري کشر ورور و. سیفالرحمان شینواری د قبایلو د اتحاد د لنډي کوتل مشر و.
که دا هر څه لیکل پیل کړم، بیا به اصلي خبره راڅخه پاتې شي.
ماته ډاکتر شېرافضل وویل چې کابل ډېر خړ دی. ما ورته وویل: کور کې چې مړي وي هغه کور خړ نه وي؛ دلته خو ۱۵ لکه خلک مړه شوي دي.
د خلکو رنګونه خړپړ وو. که هغه د حکومت افسران وو او که اولسي وګړي. د درد او غم څرګندې نښې به پکې ښکارېدلې ، ځکه چې، حکومتي خلکو خپل خپلوان مړه شوي وو؛ یو ورور په پېښور کې مجاهد و، بل یې خلقي او پرچمي و.
زما په خیال، افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې ډېر ویرجن وختونه لیدلي دي؛ مگر د ۱۹۷۸م کال د اپرېل د میاشتې تر ۲۷مې وروسته چې کوم حالات راغلل، د دې مخکښې هېچېرې هم دومره اوږد ویرجن وخت نه و راغلی.
زه او شېرافضل د کمونستانو چلونو ته له اوله بیدار وو. کمونستانو به ماته ویل چې زمونږ د اعتبار سړي ته یې، په شېرافضل باندې زموږ اعتبار نشته. کېدای شي چې دده د افغاني مجاهدینو سره لاره وي او د تش مالومات غونډوي او بیا یې دوی ته ورکوي.
شېرافضل ګردیوال ته به یې ویل چې زموږ اصلي او اعتباري سړی تاسو یې، علي خان؛ خو له خط نه اخوا دی، هغه زموږ په درد نه خوري او په افغانستان کې موږ ورته د مېلمه په سترګه ګورو.
او تاسو زموږ سره په هېواد کې شریک اوسئ او افغان یې ؛ نو اصلي خبره به ستاسو سره وي.
د علي خان قدر خو تش د غولولو لپاره کله ناکله وکړو.
ما او شېرافضل به دوی ته غلط او بېکاره مالومات ورکړل، دوی به ژر ژر ولیکل
بیا به دا خادیان ورک شول مازیګر به بیا راپیدا شول. د دوی خیال و چې دوۍ موږ دواړه غولوي او یو د بل خلاف مو استعمالوي.
چې دوی به د شپې لاړل ما او شېرافضل به یو بل ته مالومات ورکړل.
د دوی په primitive ابتدایي چلونو باندې به موږ د زړه له خلاصه وخندل.
دوۍ ته علم نه و، چې موږ په جرمني کې هر څه منصوبه کړي او سوچ مو پرې کړی وو.
کله ناکله به مو د دوی په مخ کې او کله ناکله به چې دوۍ په چمن کښې وو ما او شېرافضل به یو بل سره شور جوړ کړ، ډېر به دوی خوشاله شول چې د دوۍ نسخه کار کوي او په چمن کې به یې شپېلي وهل او چکر به یې پیل کړ.
چې دا د خادیانو د چالاکو او معلوماتو راټولولو دوره تېره شوه. بیا زما او د شیرافضل دور شوو. موږ ورته ویل چې په اروپا کښې داسې او داسې دي.
نو د ځوانو خادیانو سره چې ټول پښتانه وو، زموږ ورو ورو اعتبار جوړ شو. ځکه چې موږ په پارسي ژبه کې مشکلات لرل.
مومند صاحب دوی په ورو ورو زموږ نه د اروپا پوښتنې پیل کړې . په اخر کې یې ښه اعتبار وشو، نو دغو خادیانو د کمونیزم نه نیولي تر لېنن او او ببرک پورې ټول وکنځل او موږ ته یې ویل چې د تېښتې لاره ورته وښیو.
موږ هغه ټولې لارې او د سیاسي پناه اروپايي قانوني طریقې ورته ولیکلې، چې موږ ته مالومې وې.
وروسته خبر شو چې مومند صیب لندن ته رسېدلی و او نن سبا غټ سوداګر ترې جوړ شوی دی او د ببرک د تره زوی ډاکتر ضمیر، هم په لندن کې د چمړې ( چرم) لوی سوداګر شوی دی. دوی زموږ نه کمونستان جوړول؛ خو موږ د دوی پراریان جوړ کړل.
څو ورځو نه وروسته د ګوند بل مشر او د سرحداتو وزیر سلیمان لایق راغی. ده هم ډېرې خبرې وکړې. ویې ویل: « موږ له تاسو سره سیاست نه کوو، سپینې سپینې خبرې کوو. موږ ټولو تېروتنې کړي دي مونږ تجربه نه لرله، زموږ خیال و چې انقلاب کول مشکل دی؛ مگر اوس درک ولګېد، چې انقلاب کول مشکل نه دي، بلکې ساتل یې مشکل دي. مونږ په اول سر کې ځینې داسې کارونه وکړل، چې تاسو ته ښه مالوم دي، د هغوی په وجه مو د افغانانو اعتبار وبایللو.»
خلق او حکومت سره جدا شول، نه یوازې جدا شول؛ بلکې دښمنان شول. بیا یې د کمونستانو د عادت مطابق ټول ګند په ببرک ورواچاوه.
چې ببرک بېکفایته وخوت، ټوله ورځ به، په ارګ کې آیینې ته ولاړ و او سینګار به یې کاوه. د یو مېټینګ لپاره به یې لس دولس نېټایې ګانې تړلې کله یوخوا او کله بل خوا.
همدغه وجه وه چې ګوند پرېکړه وکړه چې اوس وخت دی، چې مشرتوب بدل شي. دا د مرګژوبلې دور باید ختم شي او د مرورو افغانانو سره د ملي روغې جوړې له لارې ډایلاګ (خبرې) پیل شي.
څوک چې لایق صیب پېژني، هغوی ته پته ده
زښتې ډېرې ټوکې یې د ترهکي، امین، ببرک او ځان پسې وکړلې. د ثور د انقلاب زړه او نوي دوره او فرمانونه یې ټول مسخره کړل. ویل یې چې زموږ خیال و چې “هورا” به هر څه سم کړي - موږ یې ښه ډېر وخاندولو.
زموږ شاعران خو ډېر مکرجن دي؛ خو لایق صیب خو بیا له ټولو نه پدې هنر ښه پوهېږي.
دوی ټول داخبرې کوي چې بیمار ېم وجود مې ښه نه دی، خېټه مې مې خرابه ده، سم خوراک نه شم کولی؛ مگر وخت چې راشي، بیا خبره اولټه وي.
دا عادتونه د میرمهدي شاه، ولي محمد طوفان او اجمل صیب هم وو، چې دوی به هر وخت د رنځورۍ څخه شکایت کاوه؛ مگر د خندا ځای راغی، نو دوی به له ټولو نه کلک کلک خندل.
د سلیمان لایق صاحب د لیدنې نه وروسته دویم دور د ډاکتر زېرې صیب و، چې دا هم د ترهکي صیب د وخت یو انټیک او اصولي خلقي پاتې شوی و.
ډاکتر زېرې صیب ډېرې په پرهېز خبرې کولی، د لایق صاحب غوندې آزاد نه و، او په اوداسه ګرځېده. ده هم دا ومنله چې د زراعتي اصلاحاتو طریقه غلطه او ډېره په بیړه وه، چې د خیر په ځای ځینې شر جوړ شو. د ملي روغې جوړې نغاره ده هم وغږوله.
اخرنۍ کتنه له ډاکتر صیب سره وه. له ډاکتر صیب سره کتنه د دفاع وزارت په بلډینګ کې وشوه، چې ارګ ته نږدې نوی او ښایسته تعمیر دی، زما په خیال، دا د ظاهرشاه په اخري وختونو کې جوړ شوی و.
ډاکتر صیب په ارګ کې نه اوسېده؛ یوازې دفتر یې په دې تعمیر کې و.
زه او ډاکتر شیرافضل ګردیوال د ډاکتر ضمیر په بدرګه د ډاکتر صیب کتنې ته لاړو. څه وخت چې موټر د تعمیر مخې ته ودریدو، موږ راکوز شو. چې په پوړیو ختلو، له پاسه نور احمد نور او نیاز محمد مومند راباندې راغلل؛ تیاره غوندې وم، زه دواړه پېژندنم؛ مگر دلته دوی ونه پېژندلم. یو خو تیاره غوندې وه او بل زموږ موجودیت په کابل کې دومره پټ ساتل شوی و چې دوی له سره خبر نه وو چې موږ راغلي یو.
د د ډاکتر ضمیر سره د لږ وخت لپاره په پوړو کښې ودریدل، موږ لږ پورته لاړو. ډاکتر ضمیر هم یوازې دومره ورته وویل چې: څوکه خارجي مېلمانه دي، د ډاکتر صیب سره ګوري.» او بل دوی ته د ډاکتر ضمیر وظیفه معلومه وه چې یوازې د خارجي خلکو سره یې کار و.
اوس رانه هېر دي چې د ډاکتر صاحب دفتر کوم چت کې و؛ خو دومره راته یاد دي چې پاس وختلو، په برنډه کې کیڼ اړخ ته د ارګ لورې ته د تعمیر په څنډه کښې یې دفتر وو.
موږ چې په برنډه کې روان وو، هېڅوک نه ښکاریدلو ، چې د توخي صیب دفتر ته برابر شو، چې د ډاکتر صیب یاور وو، نو ما ناڅاپه شاته وکتل وروسته د هرې کوټې نه روسانو راپسې سرونه ښکاره کړي وو. په اول سر کې دوۍ دروازې پورې کړې وې. کېدای شي چې دوی ته به هدایت شوی وو، چې زمونږ په مخ کې دې خپل موجودیت نه ښیې، چې ما مخ ورواړاوه ، دوی ورخطا شول او بېرته ژر ژر ورک شول.
مګر یو روسي ښکاره ناست و او هغه د توخي صاحب د دفتر سره په وړه غوندې کوټه کې په تلویزیون باندې فوټبال کتلو. موږ ته یې په انګرېزي ستړې مه شي راکړه. ما ورته ځواب په پښتو او جرمني ورکړ.
ده وخندل. زما خیال دی چې ده ته جرمني ورتله ما ورته په جرمني کښې وویل، څرنګه یې افغانستان دی خوښ دی ؟ ده یوازې خندل، ځواب یې نه راکاوه.
همدا سړي د نجیب الله د دفتر مخې ته ناست و. دا ځکه ، چې یوازینی روسي وو، چې ما په دفتر کښې ولید؛ نو ځکه د ده شکل راته یاد دی؛ خو زموږ مخې کې یې داسې حرکتونه کول چې ګني دده کار ېوازې د ډاکتر صاحب حفاظت دی.
ما د ښاغلي محبالرحمان کتاب «افغان میړانه او غمیزه» ولید، چې یوه روسي جنرال لیاخوفسکي لیکلی او ده ترجمه کړې دی. د جنرال عکس یې هم پکې چاپ کړی و.
د څه وخت نه وروسته توخي صاحب مخکې او موږ ورپسې د ډاکتر صاحب لوی دفتر ته ورننوتو.
ډاکتر صاحب په غېږې ستړې مه شي راسره وکړې. د روغبړ نه وروسته هغه لوی مېز ته لاړ، چې په کابل ټایمز کې به هره ورځ ملاقات کوونکي ترې چاپېره راغونډ وو.
مخامخ به ډاکتر صاحب و او دهر چا مخې ته به د مرکزي کمیټۍ دا غټې غټې د چای پیالې پرتې وې چاپ کېدو
زموږ لپاره دامیز ناآشنا نه و؛ چې په کابل کښې وو، هره ورځ به په کابل ټایمز کښې چاپ شوی وو.
ډاکتر ضمیر پروتوکل لیکلو، ډاکتر صاحب هم تقریباً بې له ټوکو نه ، هغه داستان تېر کړ، چې موږ په وار وار له غټو او وړو ګونديانو څخه اورېدلی او د لایق صاحب نه مو تازه تازه اورېدلی و.
بلکې ضمیر خو دا جرأت هم وکړ، زموږ د غولولو لپاره، چې پښتون ضد او تاجک اوس په ګوند کې هغه واک نه لري.
موږ ورته وویل چې موږ د پښتون او تاجک په پیمانه افغانان نه ناپ کوو. زموږ پیمانه دا ده چې څوک د افغانستان ربړه ختمولی شي، روسي پوځونه بېرته ایستلی شي او په هېواد کې وینه بندولی شي؛ له هغه سره موږ هر قسم مرستې ته تیار یو. هغه هر څوک وي، موږ په دې پسې نه ګرځو. په دې باندې دواړه ډېر خوشاله شول.
زموږ خلاف پروپاګنده شوې وه او کېدله، چې پښتون که شیطان وي او تاجک فرښته؛ نو زموږ له فرښتې شیطان خوښ دی.
بیا ډاکتر صاحب په خبرو کې آزاد شو او ویې ویل چې ببرک صاحب نور د حکومت کولو توان نه لرلو. وجود یې کمزوری شوی و. داوطلبانه یې ګوند ته خپله استعفا وړاندې کړې وه او ګوند ومنله.
همدغسې زما نوم وړاندې شو، که څه هم زما غوښتنه نه وه. بیا مې د ګوند د پرېکړې نه سر نه شو غړولی .
ما په زړه کې ویل چې ببرک حجامت دې وکړو.
بیا ډاکتر صیب د قرآن مجید په ایتونو او کلیمو باندې پیل وکړ، چې زموږ دښمنۍ د مذهب سره نه ده، موږ د نوي مذهب دعوه نه ده کړې زمونږ دښمني د غریبۍ او بېسوادۍ خلاف ده غوښتل مو چې هېواد آباد کړو،چې څومره ژر کېږي، چې اباد یې کړو د نړۍ د نورو قومونو سره مونږ هم سیال شو، خو تجربو راته وښودله چې ټولنې بدلون او د هېواد آبادي دومره آسانه کار نه دی. اوس د خیر په ځای بې خیري ځنې جوړه شوه.
د عادت مطابق یې دا ټولې تېروتنې په تیرو شویو مشرانو واچولې. ده خپله پالیسي موږ ته داسې څرګنده کړه:
«موږ د کور په ځای افغانانو ته ګور ورکړ، د جامې پر ځای مو کفن ورکړ او د ډوډۍ پر ځای مو ګولۍ ورکړه. زه غواړم چې دا حالت د ملي روغې جوړې په ذریعه بدل کړم. روسي پوځونه د افغانستان نه وباسم، بیا افغانانو خوښه، چې څنګه حکومت او کوم نظام جوړوي.
په دې منځ کې ټیلیفون راغی. ډاکتر صاحب ټیلیفون ته پورته شو، خبرې یې په پښتو کولې. مونږ پوه شو چې څوک پښتون دی.
ډاکتر صاحب په زور ورته ویل: «هو، مېلمه دلته دی.»
ډاکتر صاحب چې راغی، بې له دې چې موږ پوښتنه ترې وکړو، ده په خپله وویل چې اکبرخان صاحب (افراسیاب خټک) و.
له دې نه داسې معلومېدله چې اکبرخان موږ ته ځان ښیې، چې که تاسو د ډاکتر صاحب سره ناست یاست، داخیال مو چې ونه شي چې ګنې یوازې مونږ یو بلکې زما دومره پیاوړې رابطه ورسره ده، چې ډاکتر صاحب د ملاقات نه راپورته شو او زما ټیلیفون یې واخیست.
ډاکتر صاحب ته هېڅ ضرورت نه و چې موږ ته ووایي چې دا څوک و؛ ځکه هغه د افغانستان جمهور رئیس و، ده ټیلیفون کول. دا د حکومتي ادارې ذمهواري وه؛ مگر دا یې قصداً موږ ته په ګوته کوله چې اوس اجمل صاحب دور تېر دی، اوس د اکبرخان دور دی.
د اجمل صاحب دا مرض و چې، ده به دوه سره جنګول. د خلقیانو او پرچمیانو له اختلافاتو څخه به یې د خپل مرض علاج کولو. ګلابزوی د کورنیو چارو وزیر خلقي او ډاکتر صاحب مشهور پرچمی و.
یو ځل ماته پخپله اجمل صاحب وویل ، چې ډاکتر صیب ګیله وکړه، چې زه خو دې ټولو سفیرانو، ګونديانو او روسانو ته وشرمولوم.
خبره داسې شوې وه چې څه وخت مېلمستیا خلاصه شوې وه. نو اجمل صیب ګلابزوي ته ویلي وو، چې تا سره ځم، د اجمل صاحب وړل د ګلاب زوي لپاره افتخار و؛ نو جمهور رئیس نجیب ده ته دا پته نه وه.
نو طریقه داسې ده چې د هېواد مشر چې لاړ شي، بیا دا نور مېلمانه ځي؛ مگر خټک صیب یا خو خبر نه و او یا یې قصداً دا کار کړی وو.
ډاکتر صاحب ډېر انتظار کړی و. د ده خیال چې خټک صاحب له مېلمنو سره په ګڼه ګوڼه کې دی.
سفیران، جنرال او وزیران ټول له ډاکتر صاحب نه راتاو دي او د خټک صیب انتظار کوي. د ډاکتر نجیب د قدر ورکولو خیال و؛ چې له ځان سره یې واخلي، چې خبر شوی و، چې خټک صاحب د ده خلقي رقیب (Rival) ګلابزوی سره ډېر د وړاندې نه تللی دی. د ده انتظار بېځایه و؛ نو ښکاره خبره ده چې ډاکتر صاحب دغو نورو ته شرمنده شوی و او خټک صاحب ته یې احتجاج کړی و.
لکه څنګه چې ده په جیل کې مېږي سره جنګول، هم هغه کار ده د خپلو شاګردانو او ملګرو سره کاوه؛ مونږ خو ورسره عادت و. چې څو ژوندي وي دامرض به پکې وي بل علاج یې نشته.دا ځکه چې کم نه کم دې یې د انقلابي بالښت نه ژغورلی دی . دا ځکه چېANP یو Mature بالغه سیاسي ګوند و.
دوی د خټک صاحب د دې ډول حرکتونو باندې سترګې پټولې، او که چېرته خټک صاحب د برې خوا پرچمي او یا خلقي وي؛ نو ده په خوله به د ترهکي نه هم مخکې، د خلکو زامنو انقلابي بالښت اېښی وو.
د ډاکتر صاحب سره څه وخت رسمي خبرې خلاصې شوې. ډاکتر ضمیر د ډاکتر توخي کوټې ته لاړ؛ نو بیا ډاکتر صاحب ماته وویل:
«ببرک موږ ټول افغانان وشرمولو. افغانانو تل عمر دخپل هېواد او ځان ساتنه په خپل سر کړې ده، ببرک ځان په روسانو ساتي او ورسره موږ دعوی هم کوو چې ۹۰٪ اولس زموږ سره دی؛ نو ځکه ما پرېکړه وکړه چې پر شورویانو باندې نوره ځوکیداري نه کوم.
که په زموږ کې زور وي، خو ځان خو به وساتو، ګنې ډېر افغانان په دنیا کې تېر دي، چې موږ لاړ شو، هم آخرت نه راځي، شورویان به ترڅو موږ ساتي.»
ببرک په دې شپو ورځو کې د هېواد رئیس و؛ خو اختیارات ورسره نه وو. مگر د ده خپلوان او ملاتړي، تر نجیب، راتاو وو.
د ډاکتر صاحب لاس آزاد نه و. وروسته یې ببرک د یو قسم بېمارۍ تر نوم لاندې شوروي اتحاد ته جلاوطن کړ.
موږ په کابل کې وګرځېدو؛ مگر دا ټول په موټر کې وو. مومند صاحب او داود شهباز به راسره وو.
د جنګ موزیم ته لاړو، دوۍ چې کومې وسلې له مجاهدینو څخه نیولې وې، هغه هلته د نمایش لپاره پرتې وې. چې دوی ورسره لیکلي وو: مصري، امریکايي، چینايي، پاکستاني او انګلیسي.
ما چې نظر پرې واچاوه، ماډل خو یې د دې هېوادونو نه وو؛ مگر جوړې راته ټولې په دره آدم خیل کښې ښکارېدلې.
د شېرافضل کورنۍ موږ د دوی په ذریعه خبره کړې وه. د اتلسو کلونو نه وروسته ګردیوال خپل ورور، پروفیسور شېراحمد صاحب، په کابل پوهنتون کې د مېرمنې او بچیو سره ولید.
یو بل د تره زوی یې، زرین انځور صیب، چې د عمر نه ډېر ځوان؛ مگر نامتو لیکوال او نقاد هم جوړ شوی و، هم ملاقات ته راتلو.
د شېرافضل کشره خور، چې اوس پېغله شوې وه، شېرافضل ډېره کمکۍ لیدلې وه. د شېرافضل والد صیب پخوا وفات شوی و او څه وخت چې ډاکتر شېرافضل په جرمني کې و. ګرانه مور یې هم وفات شوې وه.
خور یې ډېره هوښیاره وه او د ملاقات په دوران کې چې د ماسپښین اذان وشو؛ نو دې فوراً خپل څادر په قالینه وغوړاوه او په لمانځه ودرېده.
ما شېرافضل ته ویل چې د خور په کار پوه شوې؟ ویل یې نا ! ما ورته وویل چې پښتنې مېرمنې دومره هوښیارې دي. که چېرې دوۍ تعلیم وکړي؛ نو موږ بحیثیت قوم په هغه ورخ بره روان یو.
خور دې مونږ ته وښودل ، چې تاسو داسې فکر ونه کړئ چې روسان راغلي دي. موږ دین پرېښی دی ، مونږ اوس هم په ډګر خپل دین پالو.
د ده ماما، چې پینشني (تقاعد) شوی و، هم د ملاقات لپاره له خپل زوی سره ګډ راغی.
دا ډېر سخت وختونه وو، په معمولي شک باندې پوره پوره کورنۍ ورکېدلې او له ټولو نه د خفګان ورځ هغه وه چې د نادرخان د مقبرې تپې ته زما په اسرار لاړو ، که څه هم حکومت کوشش کاوه چې موږ لاړ نه شو، دا ځکه چې ما په اخبار کښې لوستي او په تلویزون کښې مې ددې تپې قبرونه لیدلی وو په اخبار کې لوستل او فلم کښې لیدل بل شی دی، چې په خپلو سترګو یې وګوري غه بیل شی دي.
ټوله تپه د افغانانو له تازه تازه قبرونو څخه ډکه وه، چې د ځینو عکسونه او د پیدایښت او شهادت تاریخونه هم پرې لیکل شوي وو.
د ماتم ځای و. چې څومره نور شهیدان به په پېښور، کوټه، میرانشاه، کورمه او کوهاټ کښې خاورو کې سپارل شوي وو، د هغوۍ خو څه اندازه نه وه.
خو کندهار، هرات، جلالاباد، خوست او ګردېز مو ونه لیدل چې هلته به څه حال و، چې کوم ځینې د لیوانو او ګیدړانو خوراک شوي وو. د هغوۍ اندازه نه شته
نو ما خیال وکړ چې په داسې انقلاب، اقتدار، چوکۍ او دولت دې اور ولګېږي چې دومره تنکي ځوانان د اور په بټۍ کې وسوځي.
کېدای شي چې په ډاکتر نجیب کې هم د دې وجهې بدلون راغلی وي.
څه وخت چې موږ کابل پوهنتون ته لاړو، پوهنتون کښې جینکو ځینې داسې بې خونده حرکتونه کول، چې په اروپا کې هم دومره آزادۍ سره سره ښځې مودبي وي ما خو مخکې هم کابل کې وخت تیر کړی و او پوهنتون ته هم ډېر تللی وم او ښایسته ، ښایسته او مغرورې افغانې پېغلې مې هم لیدلې وې؛ نو زه ډېر خفه شوم.
چې د دې بېضرورته آزادۍ څه ضرورت دی. دا همېشه د احساس د کمزوري په وجه کېږي.
دلته اکثریت لنډې پوزې والا جینکۍ وې، داسې ښکارېدل، چې په چین، جاپان او مغلستان کې دي.
ما شیرافضل ته وویل: چې دا «څه حال دی؟»
د نزاکت له امله ګردیوال په جرمني کې راته وویل ، چې دا د کمونیزم د کولتور برکت دی.
او دا جینکۍ یې د اوبو د سر Schaum ځګ دي. د دوی د حرکتونو مقصد دا وو چې ګنې موږ څومره ترقي کړې، د ښځې او سړي حقوق برابر دي. د اروپا کولتور چخن او جاهل نقل و.
دلته زموږ د صوفي جمعه خان او اکبرخان، یعنې افراسیاب خټک، سره هم بیا بیا لیدنې وشوې.
اجمل صاحب راته د غرمې ډوډۍ هم کړې وه. زه او ډاکتر شیرافضل سره د مومند صاحب یې مېلمانه شوو.
خټک صاحب ډېر خوشال وو، اوس ده هم خبرې ښکاره کولی.
یوه خبره یې دلته لیکلم ویلي یې چې په یو دعوت کښې یو روسي جنرال ډډې ته کړم، چې دی د پکتیا نه تازه تازه راغلی و.
د نورو خبرو نه پرته یې دا خبره راته وکړه چې که چېرې د پکتیا په څیر خلک زموږ سره وای، نو موږ به دویم په نړیوال جنګ کې نازي جرمني، یعنې هټلر، په څلور نه، بلکې په دوه کاله وهلی وو.
ویل یې چې تر هغو ډز نه کوي، تر څو چې ې یو عسکر مړ کړي نه وي، موږ حق حیران وو: یوه یوه سړی یې دیارلس ـ څوارلس عسکر مړه کړي وو هله به دی مړ او یا زخمي او یا به تښتېدلی وو.
خټک صاحب ویل چې ماته یې ویل، چې څومره زر وشي، خپلې پښې له افغانستان نه سپکې کړو.
ویل یې چې له ټولو نه لوی مرض دا دی چې د افغانستان د هر ولایت او قبیلې د جګړې طریقې جدا جدا دي.
کوم پوځیان چې په کندهار کې د مجاهدینو خلاف وجنګېږي او بیا دوی چلول زده کړي چې دا عسکر پکتیا او یا ننګرهار ته لاړ شي؛ نو د کندهار تجربه بې کاره وخېژي، دا ځکه چې پکتیاوال له کندهاریانو نه بل چلول کوي؛ نو موږ حق حیران یو، چې د هر قوم، هر ولایت او هرې قبیلې لپاره بېل بېل پوځ ټرینډ کړو، نو دا روغ درې میلیونو ته رسېږي د دې خرڅ خوراک هم د ټوکو خبره نه ده او دا هم د کامیابۍ ضمانت نه دی.
نو د دې ټولو یو علاج دا دی چې زر تر زره افغانستان پرېږدو.
دا خبره ماته یوه جرمني مېجر کوله، د مجاهدینو سره ګډ لوګر ولایت ته تللی و. په هغو کاروانونو (کتارونو) باندې یې حملې کولې چې کابل ته به له ګردېز او خوست ته تلل.
ویل یې چې د محمدآغې سره مجاهدینو کمین نیولی و او دا حملې به یې په چټکۍ کولې، چې هليکوپټرې به راغلل، مجاهدین به خوندي ځایونو ته رسېدلي وو.
ویل یې، څه وخت چې روسي پوځیانو قافله راغله؛ نو مجاهدینو ناڅاپه ډزې پرې پیل کړې او روسانو هم لدې خوا ډزې پیل کړې. زموږ په منځ کې په پټي کښې خر په Cross Firing، یانې د ډزو په تبادله کې راغی.
د اولو ډزو سره خر نسکور شو. ما په دوربین کې ورته کتل
میجر وویل څه وخت چې مجاهدینو خپلې ډزې بندې کړلې د هليکوپټرې نه خوندي کېدل، نو روسانو هم ډزې بندې کړې.
ویل یې: زما د حیرانۍ حد نه و ، د ډزو د بندېدو سره سم خر پورته شو، غورونه یې وډبول او بیا یې څریدل پیل کړل. ویل یې
ما او کمانډر دواړه په زوره زوره وخندل، چې خر خو بیا را ژوندی شو.
ما هلته او وروسته خپلو پوځي ماهرینو ته وویل: «د افغانستان سړي او ښځې خو انسانان دي، ، خر یې هم دومره چالاکه دي چې ګوریلایي چلونه یې زده کړي دي؛ نو روسان به افغانستان کې شرمېږي او داسې به شرمېږي چې دنیا به ورپورې خاندي»
مېجر وویل ، چې خر په ټولو څارويو کې د بېوقوفه مشهور دی؛ مگر حالاتو دې ځای ته رسولی و چې خیال یې کړی و، چې بابا اوس څمله په Cross Firing کې راغلی یې، هسې هم نیمه ګېنتیه (ساعت) ده، مجاهدین به هليکوپټرو نه بیا خوندي کېږي.
مېجر به چې دا خبره کوله ډېر زیات به یې خندل. ویل یې: «افسوس چې زما سره فلمي کمره نه وه، چې ما دا “خر” فلم کړی وای او دنیا ته مې ښودلی وای.
په ټوکه کې یې وویل: چې «خره زما اړخ کتل راته یې وویل ، چې مېجر صاحب پوه شوې. د خطر په وخت کې همدغسې کول په کار دي.
جرمنیانو د افغاني مجاهدینو او کډوالو سره مینه لرله او بېاندازې مرستې یې ورسره کړې دي.
یوه وجه یې د دوی خپله کورنۍ وه، چې مشرقي جرمني له افغان حکومت سره مرسته کوله او مغربي جرمني له مجاهدینو سره.
یوه وجه بله له روسانو نه د بدل اخیستل وو، چې په دویم نړیوال جنګ کې دوی ځنې ډېر وهل خوړلي وو.
او په تېره بیا هغه ښځې چې ۶۰ کلنې او ۸۰ کلنې وې، د مجاهدینو لپاره به یې چندې ټولولې.
وروسته ما د دې وجه کره معلومه کړه چې دغه ښځې د دویم نړیوال جنګ په دوران کې ځینې پېغلې او ځینې ځوانې وې. د ماتې نه وروسته روسي عسکرو له دوۍ سره په زوره، زناګانې کړې وې او د دوی ناموس یې اخیستی و.
او د ځینو له افغانانو سره یې هسې مینه وه. ډېرو ښځو ته د اعلیحضرت غازي امانالله خان او ملکې ثریا د جرمني دوره ورپه یاد وه او له هغه سره مینه وه.
دا ځکه چې دوۍ ډېر بادشاهپرست دي. په لومړي نړیوال جنګ کې چې دوی بادشاهي او بادشاه بیللې وو او غازي امانالله خان لومړنی آسیایي بادشاه و چې د جرمني دوره یې کړې وه.
موږ بېرته جرمني ته راغلو. د ډاکتر صاحب سره له خبرو څخه مو ملګري خبر کړل او د تماس د ساتلو وعده ورسره شوې وه.
بله ډله د ډاکتر کبیرجان ستوري او هدایت بنګش، د خان لالا خان افضل خان آف سوات په مشرۍ، د ۱۹۸۷م کال په اپرېل میاشت کې افغانستان ته په ښکاره لاړل.
دوی هم د ډاکتر صاحب او نورو حکومتي مشرانو سره د ملي روغې جوړې او په ځانګړې توګه د پښتو ژبې په اړه خبرې کړې وې.
هدایت بنګش په ښکاره نجیب ته ویلي وو: چې «تاسو څنګه پښتانه یې، یوه بیانیه مو په پښتو ژبه ورنکړه او بل دوۍ د رحمان بابا لېسې ته تللی وو، چې ډاکتر کبیرجان ستوري دلته له لېسې فارغ شوی و او بیا د لوړو زدهکړو لپاره په ۱۹۶۴م کال جرمني ته راغلی و.
دوی ته د رحمان بابا د لېسې هلکانو شکایت کړی و چې: «دا افغانستان دی او که تاجکستان؟ دوی پښتو ژبه ورکه کړې، هر څه یې په پارسي کړي دي.»
وروسته دواړو د ډاکتر صاحب او په ځانګړې توګه له سلیمان لایق سره ډېر ګرم بحثونه کړي وو، چې دا کار خو پښتونخلاف دی او د پښتو د فلمونو د بندېدلو په هکله هم دوی ورسره غږېدلي وو، چې د ټولو ژبو فلمونه آزاد دي؛ مگر د پښتو نه. دا ولې؟
سلیمان لایق صاحب ورته اغه دغه کړی و.
دلته د خان لالا خان افضل خان نه پرته د کوزې پښتونخوا نه ارباب همایون هم راغلی و.
د اخترمحمد کاکا او ارباب صاحب اړیکې ډېرې نږدې وې. په پېښور کې به دوی له یو بل نه پرده نه کوله. تګ راتګ به یې بې له څه تکیفه پرته کېده.
هسې هم اربابان د خیبر په خوله پراته دي، چېرته چې کابل یا ډیلي کښې څه خیرات کېږي؛ نو اول بوی یې به دوی باندې لګېږي .
د هدایت او کبیر ستوري سره فیلسوف شاعر غني خان غني هم و. د مشاعرې او که سیمینار لپاره رابلل شوی و.
هدایت ویل چې یوه ورځ د غرمې ډوډۍ ناوخته شوه. غني خان ګګر (ببر) سر د کوټې نه راووت او ویل یې: جوړې! چې ډاکتر صاحب نن زموږ نه کیوین د ویکتوریا آسپې جوړوي.
هدایت ویل: «ما ځنې پوښتنه وکړه چې هغه څنګه؟»
غني ورته ویلي وو: «کله به چې د ملکې ویکتوریا د تلین ورځ وه، په هغه ورځ به پریډ کېده. آسونو ته به په هغه ورځ خوراک نه ورکول کېده، چې دوی په میدان کې د پریډ او سلامۍ په وخت کې ګندګي ونه کړي.»
PSPD
یادونه:
- ډاکتر کبیرجان ستوری — د ګوند مشر/چېرمین
- زه، علي خان محسود — سینیر نایب چېرمین
- ډاکتر شبر افضل ګردیوال — د بهرنیو چارو سکرتر
- هدایت الله بنګش — د ګوند جنرل سکرتر
https://pashtoonkhwa.com/files/books/Ajmal_Khatak_by_Ali_Khan_Mahsood_09082025.pdf
-
-
-
-
-
